سرلیک: د ډیموکراسۍ حقوق او آزادۍ په لاندي ډول دي:
دکار حق او ازادي:
په ډيموکراسۍ کې انسان د هر ډول کار د کولو حق لري. په کارونو کی حلال او حرام نشته یعنې په اسلام کې دووسي او د فحشاوو کار حرام دی، خو په ډيموكراسۍ كې خلك همدغه کار هم د (سکس ورکرانو) په نامه په قانوني شکل کولای شي.د زده کړې او علم حق :په ډیموکراسۍ کې انسان د هر ډول علم د زده کړې پوره آزدي او حق لري که څه هم چې هغه د جادو علم وي. په هر څه کې د نارینه و او ښځینه و مساوات:په ډيموکراسۍ کې ښخه او نر دواړه یو ډول حقوق او آزادۍ لري. هر څه چې نارينه کولای شي، ښځي هم باید له هغو څخه منع نه کړای شي. نارینه پر ښځو د قیمومیت او واکمنۍ حق نه لري بلکې دواړه يو د بل په وړاندې مساوي متقابل حقوق لري.د دغو حقوقو ترڅنګ یو لړ نور حقوق هم د ډيموکراسۍ له مهمو حقوقو څخه ګڼل کېږي چې په هغو کې د (سياسي پلورالیزم) او (دينيپلورالیزم) حقوق او آزادی هم راځي.