فهرست بستن

فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( دوولسمه برخه)

د ډیموکراسۍ حقوق او آزادۍ په لاندي ډول دي:

۴- د بیان او تبلیغ آزادي:په ډيموکراسۍ کې د بيان آزادي یو مسلم حق دی. هر څوک د هر څه د بيانولو حق لري. څوك بل څوک د نظر له بیانولو څخه نه شي منع کولای. که څه هم د نظر دغه بیان د الله تعالى، د دین، د کوم پیغمبر عليه السلام او يا د عقيدې په هکله وي. د اسلام ستر پیغمبر محمد ته د اروپا له خوا دکارتونونو په وسيله د سپکاوي په عمل کې هم همدغه دلیل د جواز لپاره وښودل شو.ه- د مسکن حق:ډيموكراسي هر انسان ته حق ورکوي چې په هر ځای کې يې چې زړه وغواړي واوسي او په هغه ځای کې دې د هغه هویت او شخصیت ته احترام وکړاى شي. یعنی که يو کافر وغواړي چې په مکه کې د حرم ترڅنګ و اوسي نو هم باید منع نه کړای شي.۶- د ملکیت حق:په ډیموکراسۍ کې انسان د هر شي د ملکیت د لرلو له هرې لارې د مال د ګټلو او په هره لاره کې د هغه د مصرفولو حق لري. ډيموكراسي د مال په ګټلو او یا مصرفولو کې هېڅ خارجي، ديني او يا بل عامل ته د دخالت اجازه نه ورکوي بلکې دا د انسان حق دی چې په هره طريقه مال ګټلای او يا مصرفولای شي و يې ګټي او ا مصرف يې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *