فهرست بستن

په فکري جګړه کې له لویدیځ سره

تألیف: عبدالهادی مجاهد

دوهم فرق:
شورا یو الهي حکم او منهج دی چې د وحې له لارې نازل شوی او رسول الله ﷺ په عمل کې تطبیق کړی دی. خو دیموکراسي یوه بې‌دینه مفکوره او د کفارو وضع شوی نظام دی، چې د انسانانو د هوس او غوښتنو پر بنسټ رامنځته شوی دی.

دریم فرق:
شورا یوازې په هغو مسایلو کې ترسره کېږي چې د هغه په اړه شرعي نص موجود نه وي، او کله چې نص شرعي موجود وي، د شورا لپاره هېڅ ځای نه پاتې کېږي. خو په دیموکراسۍ کې د الله جل جلاله د احکامو او شریعت لپاره هېڅ ځای نشته، ځکه په دیموکراسۍ کې د حاکمیت او تشریع حق مطلق د خلکو دی، او دا حق د اکثریت لخوا تمثیلېږي.

څلورم فرق:
په دیموکراسۍ کې «اکثریت» د خپلو پیروانو په نزد د الله جل جلاله مقام لري، داسې چې د خپل میل او غوښتنې مطابق قوانین جوړوي، او په قانون جوړونه کې هېڅ بله قوّه (لکه وحی) د مداخلې حق نه لري.
خو په اسلامي شورا کې نه اکثریت مشرع (قانون جوړوونکی) دی او نه مطاع (هغه چې اطاعت یې لازمي وي)، بلکې اکثریت مأمور، ملتزم او مطیع دی، او په هر کار او هر مورد کې باید د الله جل جلاله او د هغه د رسول ﷺ امر ومني، او همدارنګه د «اولی الامر» اطاعت وکړي، تر هغه چې هغوی د معصیت امر نه وي کړی.
په اسلامي شورا کې امام او حاکم په هره موضوع کې د اکثریت د رأی منلو ته مکلف نه دی، بلکې اکثریت د امام د اطاعت مکلف دي، تر څو چې دا طاعت په معروف (د حق او خیر) کې وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *