فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید شیخ‌الاسلام رحیم الله حقاني
دریمه برخه:

شهید رحیم الله حقاني د اسلامي علومو په ډګر کې ډېرې ستړې کوونکې هڅې او قربانۍ ترسره کړې. هغه په سمه توګه درک کړې وه چې جهاد له علم پرته مطلوب انجام ته نه رسېږي. له همدې امله یې اسلامي ټولنې ته ګڼ شاګردان وروزل؛ داسې شاګردان چې وروسته هر یو د دې خاورې په یوه ګوټ کې د رڼا څراغونه وګرځېدل. د هغه له ارزښتناکو خدمتونو څخه یو هم په «الجامعه صدیقیه» کې تدریس و؛ هغه مدرسه چې د اسلامي امارت پخواني رهبر، مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) یي بنسټ ایښې وه. د هغه په مستقیم حکم، د تدریس دروند مسئولیت دې عالم ځوان ته وسپارل شو. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ» (فاطر: ۲۸)
ژباړه: «له الله تعالی څخه په رښتیا یوازې پوهان وېرېږي.»شهید حقاني هم له همدغو عالمانو څخه و چې الهي خشیت د حق میدان ته راویست.
دغه ستر شهید تل په جهادي ډګرونو کې مخکښ و. هغه نه یوازې په فکري مبارزه کې، بلکې په نظامي برخه کې هم د افغانستان جهادي کاروان ته ستر خدمتونه ترسره کړل. هغه د رافضیت، مودودیت، بریلویت، داعشیت او لامذهبیت په څېر فکري انحرافاتو پر وړاندې هېڅکله چوپ پاتې نه شو. د خپلو علمي مناظرو او توند قلم په وسیله یې د کفر او نفاق څېرې بربنډولې. هغه شاګردان د اسلامي علومو په رڼا روښانه کړل او هغوی ته یې وښودله چې څنګه د شبهاتو د څپو پر وړاندې کلک دېوال وګرځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا» (رواه مسلم)
ژباړه: «څوک چې د هدایت لوري ته بلنه ورکړي، د هغو کسانو د اجر برابر اجر به ترلاسه کړي چې د هغه پیروي کوي، پرته له دې چې د هغوی له اجر څخه څه کم شي.»دغه شهید د همدې حدیث ژوندی مصداق و.

د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *