فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید شیخ‌الاسلام رحیم الله حقاني
څلورمه برخه:

د شهید رحیم الله حقاني ښه اخلاق، پاکه وینا او غوره چلند له خلکو سره په شخصي ژوند کې د خاصو او عامو ترمنځ مشهور وو. د هغه نېک صفات د اسمان د ستورو په څېر بې‌شمېره او ځلېدونکي وو. هر چا چې ورسره ناسته ولاړه کړې وه، د هغه له ایمان او صفا څخه یې ګټه اخیسته. د جګړې په ډګر کې زړور قوماندان، د شاګردانو په منځ کې مهربان استاد او د خلکو ترمنځ زړه‌سواند ورور و. هغه د دې الهي آیت عملي بېلګه وه:
«وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ» (الإسراء: ۵۳)ژباړه: «او زما بندګانو ته ووایه چې هغه خبره وکړي چې تر ټولو غوره وي.»
خو د حق لاره تل له سختیو سره مل وي. شهید شیخ رحیم الله حقاني د اسلام د دفاع په ډګر کې ګڼې ستونزې او کړاوونه وزغمل. له ناکامو تروریزمو نیولې، د لاسپوڅو رژیمونو په زندانونو کې تر سختو شکنجو پورې. هغه څو ځله د پلچرخي په وېروونکي زندان کې د امریکایانو د ظالمانه شکنجو تریخ خوند وڅکه. زنځیرونو یې لاسونه کلک تړلي وو، خو روح یې هېڅکله ماته نه کړه. تیارو کوټو یې سترګې محدودې کړې، خو افقونه یې نه شول تنګولای. هغه به هر ځل له زندانه د داسې صیقل شوي تورې په څېر راوت، چې لا تېره او روښانه شوې وه. دا هماغه الهي وعده ده:
«إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا» (الانشراح: ۶) ژباړه: «بېشکه له سختۍ سره اساني ده.»
دغه رباني عالم د اوږدو کلونو په ترڅ کې زرګونه شاګردان وروزل او د حق په لاره کې یې له ویاړه ډکه کارنامه پرېښوده. د هغه ژبنی جهاد په منبرونو او غونډو کې، او فزیکي جهاد یې د جګړې په لومړیو کرښو کې، دواړه د هغه د نایابه شخصیت څرګندونه کوي. سربېره پر دې، هغه ارزښتناک علمي آثار هم تر شا پرېښودل؛ داسې آثار چې د اسلامي علومو د زده‌کوونکو لپاره به د پېړیو په اوږدو کې د لارې څراغ وي. د هغه قلم د تورې په څېر تېز او کلام یې د نېزې په څېر اغېزناک و.

د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *