شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (رحمه الله)
څلورمه برخه:
مدیریتي اخلاق او د رهبرۍ سلوک
شهید ملا اختر محمد منصور، سره له دې چې د جګړې په ډګر کې ډېر قاطع او ټینګ و، خو د خپلو ملګرو او تر لاس لاندې کسانو ترمنځ دومره مهربان او متواضع و چې ټولو به هغه د یوه زړهسوانده پلار په څېر پېژانده. هغه به د خپلو همسنګرو او دوستانو سالمو او رغنده مشورو ته په دقت غوږ نیوه او د الله تعالی د دې حکم پر بنسټ: «وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ» (شوری، ۳۸)، چارې یې په مشوره پر مخ وړلې.
هغه مسؤلیتونه اهل کسانو ته سپارل، پر خپلو مسؤلینو یې بشپړ باور درلود او هغوی ته یې له خلکو سره د نرمۍ او مناسب چلند سپارښتنه کوله. هغه ښه پوهېده چې د خلکو زړونه خپلول، د یوه رهبر تر ټولو لویه سرمایه ده.د هغه له مهمو ځانګړنو څخه یوه دا وه چې د خلفای راشدینو رضی الله عنهم د سیرت مطالعې سره یې ډېره مینه لرله. هغه د ابوبکر صدیق، عمر فاروق، عثمان غني او علي مرتضی رضوان الله علیهم اجمعین له ژوند څخه د عدالت، زړورتیا، زهد او مشورې درسونه اخیستل.سره له دې چې په جهادي او اداري چارو کې ډېر بوخت و، خو بیا یې هم رسنۍ په ډېر دقت تعقیبولې. هغه د اسلامي امارت جهادي لیکوالانو او فرهنګي او نشراتي کارکوونکو ته د لا غوره فعالیتونو لپاره ځانګړې مشورې او سپارښتنې کولې.هغه باور درلود چې جهاد یوازې په توره نه ترسره کېږي، بلکې قلم او رسنۍ هم د روایتونو په جګړه کې مهمې وسلې دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: : «إِنَّ مِنَ الْبَيَانِ سِحْرًا» (رواه البخاری)؛ یعنې: “بېشکه ځینې ویناوې جادو ته ورته اغېز لري.” شهید منصور رحمه الله د همدې حلال جادو څخه د حق د دفاع لپاره ګټه اخیسته.
د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!