فهرست بستن

د مفکرینو غلا!

د افغانستان د ډیرو ادبي او تاریخي دري ژبو مشهورو پوهانو چې د ایران حکومت او پوهان یې  سل په سله د ملکیت ادعا کوي او زموږ خلک د دوی په پرتله پردي ګڼي او دوی ته ایراني پېژند پاڼې ورکوي، چې د هغو نامتو او مشهورو پوهانو له جملې څخه لکه: جلال الدین محمد بلخي، خواجه عبدالله انصاري، ابن سینا بلخي، انوري، عنصري بلخي، دقیقي بلخي، ابو ریحان بیروني، عبدالقادر بیدل، امیر علي شیر نوایي، عبدالرحمن جامي، رابعه بلخي، ناصر خسرو، سنايي غزنوي، کمال الدین بهزاد، ابو عبید عبدالرحمن محمد جوزجاني، حمیدي بلخي، ابونصر فارابي، سید جمال الدین افغاني او لسګونه نورو پوهانو او مفکرینو یادونه وکړو. سيد جمال الدين افغاني د بندې کولو پر ځای د بهرني توب له امله د ايران د حکومت له خوا په خورا بد حالت له ايران څخه وشړل شو،  د ایران له انقلاب وروسته چې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت د سید جمال په مقام او شخصیت پوه شو، په ایران کې یې د هغه و کورنۍ او قبیلې ته یې د اوسېدو جعلي ځای جوړ کړ او په سپین سترګۍ سره یې ورته  ایراني هویت ورکړ. دوی د ستر ایران په پلمه و ټولو ګاونډیو هېوادونو ته د دې مشرانو په پرتله  هيڅ درناوی نه کوي او ټول د ځانه ګڼي. دا د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د کلتوري او ادبي مشترکاتو حال دی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *