د افغانستان په معاصر تاریخ کې د هوتکیانو امپراتورۍ (۱۱۲۰-۱۱۵۰ هـ ق) زموږ د ګران هیواد له ویاړونو څخه ده، چې د هغه پیاوړي شخصیتونه د خپلې دېرش کلنې واکمنۍ په موده کې وکولای شول پر ټول ایران، افغانستان او د اوسني پاکستان پر یوې برخې باندې واک وچلوي. دا وياړلې واکمني له ميرويس خان نيکه څخه پيلېږي او تر شاه حسين هوتکي پورې پای ته رسېږي. د دې امپراتورۍ له وياړونو څخه، د افغانستان له خاورې څخه د صفوي بهرنيانو شړل او د ميرويس نيکه په مشرۍ په کندهار کې د حکومت رامنځته کول، له ايران څخه د صفوي ظالم حکومت له منځه وړل او د سلطان محمود خان هوتکي له خوا د ایران د پلازمېنې د (اصفهان ښار) فتحه، چې په ایران کې عادلانه واکمني، د عثماني ځواکونو شاته شړل او د شاه اشرف خان هوتکي لخوا د ایران د ځینو برخو د بیرته نیولو لپاره روسانو ته ماتې ورکول و. دې ویاړلې امپراتورۍ د نوي افغانستان په جوړولو کې بنسټیز ګام پورته کړ او په حقیقت کې میرویس خان نیکه و چې له احمد شاه بابا څخه مخکې په کندهار کې یې د افغانستان د نوي حکومت بنسټ کېښود.
دا امپراتورۍ په ډېرو جګړو کې د نادر افشار په ظهور سره لومړی په ایران کې او بیا په افغانستان کې ماته وخوړه، هوتکيانو د شاه حسین خان هوتکي د واکمنۍ پر مهال یې خپل سیاسي واک له لاسه ورکړ. (غبار ۱۳۶۸، ۳۱۶-۳۳۸)
د هیواد به معاصر تاریخ کې د هوټکیانو د امپراطورۍ ویاړونه!