د مسؤلیت مفهوم:
1- په عربي قاموس کې د مسئولیت کلمه:
د مسئولیت د کلمې اصل د «سأل» د کلمې ریښه ده (ابن فارس، 1418: 3/124). او معنی یې له یو چا نه د یو څه غوښتنه ده، که هغه خبر، شتمني او که علم وي. په الرائد کې د مسئولیت په اړه یادونه شوې: « مسئولیت د ژمنتیا معنی لري، قانون ته تسلمېدل، پوښتنې او همدا راز حساب ورکولو ته ځان سپارل دی» (جبران، 1381:2/1594).
د عربي-فارسي په ابجدي قاموس کې د «مسئول» کلمه یې داسې ذکر کړې ده:« مسئول شخص هغه څوک دی چې د یو څه مسئولیت یې په غاړه اخیستی وي» (مهیار، عربي-فارسي سافټویر قاموس)
۲- په قرآن او احادیثو کې د مسئولیت کلمه:
د مسئولیت کلمه د قرآن کریم په لاندې آیتونو کې کارول شوی دی.
«و لقد کانوا عاهدوا الله من قبل لا یولون الادبار و کان عهدالله مسؤولا» (احزاب، 15). ژباړه: له دې مخکې دوی له خدای سره ژمنه کړې وه چې دښمن ته به شا نه کړي، او الهی ژمنه به تر پوښتنې لاندې راشي او دوی یې په وړاندې مسئوله دي.
«ولا تقربوا مال الیتیم الا بالتی هی احسن حتّی یبلغ اشدّه و اوفوا بالعهد انّ العهد کان مسؤولا» (اسراء، 34) ژباړه: د یتیم ملکیت ته مه نژدې کېږئ پرته له دې چې هغه د بلوغ حد ته ورسیږي او خپلې ژمنې ته وفا وکړئ، چې له ژمنې نه به پوښتنه کېږي.
د «مسئول» کلمه په احادیثو کې په لاندې ډول کارول شوې ده:
سپیڅلی پیغمبر – صلی الله علیه و سلم- فرمايي: «ألا كُلُّكُم راعٍ و كُلُّكُم مَسؤولٌ عَن رَعِيَّتِه ؛ فَالأَميرُ الَّذي عَلَى النّاسِ راعٍ و هُوَ مَسؤولٌ عَن رَعِيَّتِهِ ، وَالرَّجُلُ راعٍ عَلى أَهلِ بَيتِهِ و هُوَ مَسؤولٌ عَنهُم ، وَ المرأةُ راعِيةٌ عَلى بَيتِ بَعلِها و وُلدِهِ و هِيَ مَسؤولَةٌ عَنهُم ، وَ العَبدُ راعٍ عَلى مالِ سَيِّدِهِ و هُو مَسؤولٌ عَنهُ ، ألا فَكُلُّكُم راعٍ و كُلُّكُم مَسؤولٌ عَن رَعِيَّتِهِ» (المسلم، 3/1459). ژباړه: پوه شئ چې تاسو ټول مسئوله یاست او تاسو ټول د خپلو تر لاس لاندې کسانو لپاره به حساب ورکوونکي یاست. د خلکو حاکم د خلکو لپاره مسئول دی او خپلو تر لاس لاندې کسانو ته به ځواب ویونکی وي. سړی د کورنۍ مشر دی او د دوی مسئولیت په غاړه لري. ښځه د خپل میړه د کور او د هغه د ماشومانو مسولیت لري او حساب به ورکوي. یو غلام د خپل مالک د ملکیت مسئولیت لري او د هغې په وړاندې به مسئوله وي. نو پوه شئ چې تاسو ټول مسئوله یاست او تاسو ټول د خپلو تر لاس لاندې کسانو په وړاندې به حساب ورکوئ.
۳- په فارسي قاموس کې د مسئولیت کلمه
د «مسئولیت کلمه، مسؤلې کلمې مصنوعي یا جعلي مصدر دی» (دهخدا،1337: 12). او مسئول، د مفعول نوم، هغه چا ته ویل چې ترې پوښتنه کیږي. د دهخدا په قاموس کې مسئولیت د تضمین، ضمان، تعهدف، مکلف او مواخذه په معناوو هم کارول کیږي. (هم هغه)
«مسئولیت»: هغه څه چې یو څوک د هغه په وړاندې مسئول یا ژمن اوسې، لکه: دندې، کړنې، او اعمال.(عمید، 1375: 612).
«مسئولیت» یو څه ته ژمنتیا او د هغې پایلې منل دي. (انوري، بی تا: 7/7014).
«د کار مسئول»: هغه څوک چې د یو کار ترسره کولو ته ژمن او حساب ورکول یې منلی دی.(شمیم، 1379: 1010)
په اسلامي ټولنه کې د افرادو ټولنیز مسؤلیت!