فهرست بستن

په اسلامي ټولنه کې د افرادو ټولنیز مسئولیت!


د مسئولیت منلو موخه!
د مسئولیت منلو معنی او موخه دا ده چې یو شخص باید له حکمونو، قوانینو، مقرراتو، دیني لارښوونو او پندونو، معیارونو او ټولنیزو نورمونو څخه په بشپړه توګه پوهاوی ولري او د هغو پر بنسټ او د قوانینو له مخې خپل چلند او وینا ته بڼه ورکړي او دیني مقرراتو، حکمونو، مشورو او لارښوونو ته په کتو سره همدارنګه د معیارونو او دودیزو مقرراتو او نورمونو په پام کې نیولو سره چې د سلیم عقل او مذهب سره همغږي دي، خپل چلند ته منطقي او د منلو وړ ځواب وړاندې کړي او پوهې‌ ته ورسېږي؛ که نه نو د دیني او ټولنیزو قوانینو او مقرراتو له خوا به ترې پوښتنه او مجازات به شي.
د مسئولیت منلو د موخې پر بنسټ، لاندې پایلې د مسئولیت له تعریف نه اخېستل کېدای شي:
«مسئولیت» هغه څه چې د دیني او قانوني معیارونو او انفرادي او ټولنیزو نورمونو سره سمون ولري چې یو شخص یې پلي کولو ته ژمن او دنده لري او د دې دستور لپاره به له هغه نه د خدای تعالی او ټولنې له خوا حساب غوښتل کېږي او مجازات به شي او هغه باید د خپل چلند او وینا په وړاندی ځواب ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *