د زمري 18 درې کاله وړاندې پهٔ همدې ورځ کې هرات شاوخوا د مجاهدینو لخوا محاصره وو دښمن خپل مرال بایللی وو او وروستۍ شیبې یې وې، مجاهدین په قوي عزم او مرال د پر مختګ په لور روان ول، د ښار پر مرکز باندي د مجاهدینو د محاصرې کړۍ شیبه په شیبه پر دښمن تنګېدل، ولس ډېر په بې صبرۍ د مجاهدینو راتګ ته سترګې په لار وو او د دښمن د وارخطایۍ او هر اړخيز معلومات یې خپلو مجاهدینو سره شریکول. مجاهدین له خپلو مشرانو مسئولینو سره په خبره کې وه او د هرات له وضعیت څخه به یې ګړی په ګړی خبرول او هغوی به په ډېر جدیت امر کاوه چې د ولس سره به ډېر احتیاط کوئ او خپل هر قدم ښه منظم واخلئ تر څو خدای مکړه ولس ته ځاني یا مالي زیان ونه رسېږي.
هېره دي نه وي هرات کې سره د دې چې د زون په کچه د وخت د اردو او پولیسو ټول ځواک موجود وو په تازګۍ کې د اسماعیل خان په نوم چې د پخوانیو جهادي قوماندانانو څخه وو هغه هم د هرات د ولس او خاصتا د علماوو پر خلاف خپل پلویان د مجاهدینو سره مقابلې ته را هڅه ولي وه، دا چې د مجاهدینو په نصیب خدای(ج) بریا کړې وه او ولس یې سخت ملاتړی وو نو دښمن و نه توانېدی چې د مجاهدینو د پر مختګ مخه ونیسي، د دښمن هره هڅه بې معنا او پڅه وه او هر څه یې بایللي وه.
د زمري 18 درې کاله وړاندې هرات په همدغه تاریخ!