سرلیک: ډیموکراسي کفر ده، که اسلام
د ډیموکراسۍ اصول
غربي ډيموکراسي پر دوو بنستیزو اصولو ولاړه ده چې د هغو دواړو او يا يوه د نشتوالي په صورت کې يو نظام یا یوه ټولنه ډیموکراتیکه نشي بلل کېدای او هغه اصلونه دا دي:
۱ – د سیادت حاکمیت اصل
۲ – د حقوقو او آزادیو اصل.
پورتني دواره اصول هر یو خپل خصوصیات او مشخصات لري چې په لنډ ډول يې په لاندې کرښو کې يادونه کوو:
اول د سیادت (اعلی حاکمیت) اصل
د سیادت تعریف:
سیادت یا اعلی حاکمیت هغه مطلقه اعلی سلطه ده چې يوازې هغې ته پر اشیاؤ او افعالو د حکم د صادرولو حق حاصل وي.
يو بل تعریف وايي: سيادت د (امر) او (نهي) هغه مطلقه عليا سلطه ده چې نه د هغې په څنګ کې ورسره مساوي او نه هم تر هغې پورته بله سلطه شته.
د سیادت اعلی حاکمیت اصل په ډیموکراسۍ کې پر لاندې دوو شقونو ولاړ دی.
الف: د تقنين يا (تشریع) شق او هغه په دی معنی دی چې د کوم قانون یا شریعت پر اساس به د خلکو ترمنځ فیصله کېږي؟
ب: د تنفيذ شق، او هغه په دې معنی دی چې د قوانینو نافذوونکی (حاکم) به څوک وي؟ او څنګه به حاکمیت ته رسېږي؟ په ډيموکراسۍ کې د تقنين (تشريع) د شق خصوصيتونه په لاندې ډول دي:
۱ – سیادت (اعلی حاکمیت) به په مطلق ډول د (ولس) وي. يعني هغه حاکمیت به چی تر هغه پورته بل هیڅ حاکمیت وجود ونه لري د ولس
حق وي، نه د الله حق.
۲- د ولس اراده مقدسه ده یعنی هېڅ اراده د ولس اراده نشي ردولای او نه ورباندې اعتراض کولای شي. هر څه چې ولس غواړي هماغه حق دی.