فهرست بستن

فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( د دوولسمې برخې ادامه)


۲ د نظر او رايې آزادي:
په ډیموکراسۍ کې د نظر يا رأيې د آزادۍ حق هم يو له هغو حقوقو څخه دی چې هېڅ قيد او بند نه مني په دې معنی چې انسان په هر څه کې خپله رأيه وركولاى شي، پرته له دې چې وکتل شي چې د دین احکام او قوانین د(وحیې) پر بنسټ ولاړ دي او له انسان څخه پوره تسليمي غواړی او د انسان رأیې ته په هغو کې ځای نشته. خو په ډيموکراسۍ کې د انسانانو د رايې قداست د (وحيې) او (دین) تر قداسته پورته دی ځکه خو په ډیموکراسۍ کې ديني احكام هم د خلکو د رأيي پر اساس بدلېدلای شي.
۳- شخصي آزادي:
په ډیموکراسۍ کې بله آزادي شخصي آزادي ده. شخصي آزادي په دې معنی ده چې انسان د خپل شخص په اړه مکمل آزاد دی. هغه په خپل خان هر څه کولای شي. هغه هر ډول سلوک او اخلاق اختیارولای شي پرته له دې چې هغه سلوک او اخلاق دې د (روا) او (ناروا) په تله و تلل شي. په ډيموکراسۍ کې زنا، لواطت او دې ته ورته نور کارونه د انسان خپل شخصي حق  دی، او تر هغه پورې چې په خپله رضا تر سره کېږي او اجبار ورکې نه وي راغلی جرم نه ګنل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *