سرلیک: دوهمه برخه – د ډیموکراسۍ مناقشه
ډیموکراسي ولې کفر دی؟
ډيموكراسي يو نوى كفري دين دی چی خپل شریعت، خپل قوانین، خپل اخلاق او د ژوند لپاره خپل ځانګړی تصور لري. د دغه نوي دين فیلسوفان او پیروان غواړي چې د ډيموکراسۍ دغه نوی (دین) دې تر اسلام، یهودیت، مسیحیت، هندویزم، بودائیت او تر بل هر دین مقدم او محترم وی او بل یو دین دې هم د ډیموکراسی په اندازه قداست و نه لري. ټول انسانان دې په جبري شکل د دغه نوي دين منلو ته اړ کړای شي او که یې څوک نه مني نو هغوی د انسانیت د درجې مستحق هم نه دي.
د مثال په ډول: آمریکا يو مسيحي هېواد دی، خو که هلته څوک مسيحيت نه مني يا له مسیحیت څخه بل دین ته اوړي، نو حکومت ورسره هیڅ مشکل نه لري خو که یو څوک په امريکا کې ډيموکراسي نه مني هغه په ټوله امریکا کې د اوسېدلو حق نه لري. همدا ډول که څوک په برتانیه ،فرانسه، جرمني، ايټاليا او حتی په استراليا کې چې ټول مسيحي هېوادونه دي مسيحيت و نه مني له هېڅ مشکل سره نه مخ کېږي، خوکه ډيموکراسي ونه مني، هغه شخص هلته د اوسېدو حق نه لري.