فهرست بستن

فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» (د دیارلسمې برخې ادامه)


سرلیک: دوهمه برخه – د ډیموکراسۍ مناقشه

ډیموکراسي ولې کفر دی؟
همداسې که یو څوک په نيول شوي فلسطين (اسرائیل) کې يهوديت نه مني اوسېدلی شي، خو که ډيموکراسي نه مني، نو نشي اوسېدلی. همدغه حکم نن ورځ د دنیا په ټولو هېوادونو کې حاکم دی ان تر دې چې که څوک په اسلامي هېوادونو کې چې نظامونه يې د دغه نوي دين منونکي دي اسلام نه مني او يا له اسلامه مرتد کېږي، هېڅ مشکل نه لري. خو که څوک ډيموکراسي نه مني هغه له هر ډول انساني حقوقو محرومېږي، او حتی د ژوند حق هم ورته نه ورکول کېږي. په دې وروستيو کې په افغانستان کې ولیدل شول چی که حکومت هم په کوم قانون کې کومه اسلامی ماده راولي که څه هم چې هغه د شخصي احوالو په قانون پوري اړه ولري او د ډيموکراسۍ د اصولو مطابق له ټولو قانوني مرحلو تېره شوې هم وي بيا يې هم ټول غرب په يوه غږ  په خلاف را پورته کېږي او د هغي د بدلون لپاره پر حکومت هر اړخیز فشارونه راوړي تر څو هغه يوه اسلامي ماده هم د ډيموکراسۍ د دين په مقابل کې واقع نشي.
همدا ډول ولیدل شول که په پاکستان کې پارلمان او حکومت هم د یوې سيمې لپاره په ډیموکراتیکه طریقه داسې يو قانون ومني چې اسلامي مواد ورکښې رعايت شوي وي، نو ټول غرب يې په خلاف درېږي او حکومت له خپلې فیصلې څخه ګرځېدلو ته په دې دليل اړکوي چې منل شوی قانون د ډيموکراسۍ له نوي دين سره مخالفت لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *