فهرست بستن

فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( څوارلسمه برخه)

سرلیک:۲ – دولس د ارادې د تقدس موضوع

په ډيموکراسۍ کې تر ټولو مقدس او ارزښتمن شی د ولس اراده ده. او همدغه د ولس اراده د قانون مصدر ګڼلی کېږي، هر څه چې ولس وغواړي هماغه حق او قانون دی او هر څه چې ولس رد کړي هغه هېڅ شرعیت او قانونیت نه لري. د ولس اراده په ډيموکراسۍ کې د الله ﷺ
تر ارادي هم مقدسه ګڼله کېږي. که الله تعالی په خپل قانون او شریعت کې يو څه نازل کړي وي خو ولس بل څه وغواړي نو ډيموکراسي حكم کوي چې الهي شريعت دې پرېښودل شي او د خلکو له ارادې را وتلی قانون دې عملي کړای شي.
ډيموکراسي وايي چې د ولس اراده دې د اساسي قانون په شکل کې د كوم تقنيني مجلس يا لويې جرګې او يا بل كوم ولسي مرجع له خوا تدوين او ومنلى شي او بيا دي شریعت او يا بل عرف او قانون ته د اساسي قانون په رڼا کې وکتلی شي که چېرې له اساسي قانون سره برابر وو نو بيا په دې خاطر د منلو وړ دی چې له اساسي قانون سره موافق دی، نه له دې امله چې هغه د الله حکم او شریعت دی. او که چېرې له اساسي قانون سره موافقت ونه لري نو بيا په هېڅ صورت کې
عملي کېدلای نشي که څه هم چی صریح آیت، یا صحیح حدیث او یا د امت د علماؤ اجماع هم وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *