لیکوال: نثاراحمد الیاس
په پیښور کې منیر شاکر مړینه یو ځل بیا د پاکستان ژورې داخلي ستونزې څرګندې کړې. هغه تګلارې چې کلونه یې تعقیب کړې، اوس پرته له نا امنۍ او بېثباتۍ بله پایله نه ده لرلې. دا پېښه د هغو ستراتیژیو د ناکامۍ نښه ده چې پر ناسمې محاسبې ولاړې وې.
پاکستان کلونه هڅه وکړه چې د بېلابېلو لارو خپل سیمهییز نفوذ پراخ کړي، خو پایله دا شوه چې همدا تګلارې د دې هېواد لپاره یو لوی ګواښ وګرځېدې. په بېلابېلو ښارونو کې وروستي پېښې ښيي چې حالات له کنټروله وتلي او نا امني د دې هېواد تر سرحدونو دننه رسېدلې.
کورني اختلافات، نا امني او اقتصادي بحرانونه هغه ستونزې دي چې پاکستان ورسره مخ دی. د منیر شاکر مړینه د هغو سیاستونو پایله ده چې د پرمختګ او ثبات پر ځای، یوازې پر لنډ مهالو او بېګټې تاکتیکونو تمرکز لري. اوس پاکستان له داسې حالت سره مخ دی چې کنټرول یې ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
یاده پېښه یوازې یوه تصادفي پېښه نهده، بلکې پاکستان کې د پراخو ستونزو انعکاس. که دا هېواد له اوسني بحراني وضعیت څخه د وتلو هوډ لري، باید په خپلو سیاستونو کې بنسټیز بدلون راولي. که نه، د دې تګلارو پایلې به یې راتلونکی لا ډېر له ستونزو سره مخ کړي.
په ټوله کې پاکستان له سیاسي بېثباتۍ، اقتصادي ستونزو او امنیتي ګواښونو سره مخ هېواد دی. په سیاسي ډګر کې، د واک پر سر شخړې، د پوځ نفوذ، او د حکومت پر وړاندې اعتراضونه زیات شوي. اقتصادي وضعیت خراب شوی او نړیوال پورونه یې زیات شوي. امنیتي وضعیت هم له چیلنجونو ډک دی، وسله والو بریدونو دې وروستیو کې زور اخیستی.
ټولنیز وضعیت کې د بیان ازادي محدوده ده، او بشري حقونه تر فشار لاندې دي.
دا ټول هغه عوامل دي چې نن ورځ یې د پاکستان بیړۍ د ډوبیدو خواته روانه کړې.