لیکوال: سید ابوالحسن ندوي
د خیبر غزا
(د هجرت اووم کال)
د دیني زغم او نرمخویۍ بېساری مثال
په هغو غنیمتونو کې چې د مسلمانانو لاس ته د «خیبر» په غزا کې ورغلي وو، د «تورات» ګڼ شمېر صحیفې هم موجودې وې. کله چې یهودیان د خپلو صحیفو د بېرته ترلاسه کولو لپاره راغلل، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې دا صحیفې هغوی ته وسپارل شي.
ډاکټر اسرائیل ولفنسون په دې اړه داسې څرګندوي:
«دا پېښه څرګندوي چې دا صحیفې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په نزد څومره دروند مقام درلود. همدا پېښه وه چې یهودیان یې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د زغم، سعهصدر او دینی تسامح تر ژور اغېز لاندې راوستل، او هغوی هېڅکله دا نېکي او احسان د ده له یاده ونهویستل، ځکه چې هغه د دوی له مقدسو صحیفو سره هېڅ ډول بېاحترامي یا تعرض ونهکړ.
دا چاره هغوی ته د رومیانو کړنې ورپه زړه کړل، چې کله هغوی په میلادي ۷۰ کال کې پر «اورشلیم» یرغل وکړ او هغه یې ونیوه، نو ټولې مقدسې کتابونه یې وسوځول او تر پښو لاندې کړل. عیسویانو هم، چې له تعصب ډک وو، د همدې ظالمانه چلند تقلید وکړ؛ هغوی د اندلس په جګړو کې چې پر یهودیانو یې ظلمونه کول، د «تورات» صحیفې یې په اور کې واچولې.
بېشکه دا یو ستر او ژور توپیر دی چې د فاتحانو او د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم ترمنځ لیدل کېږي.»