لیکوال: عبدالهادي مجاهد
دیموکراسۍ کې د ګډون د مصلحت د شبهې څلورم ځواب:
هغه ډلې چې ځان د مسلمانانو استازي بولي، په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د پارلمانونو په چوکاټ کې په لږه شمېره (اقلیت) کې دي، او د همدې اقلیتوالي له امله نهشي کولای د سیکولر اکثریت پر وړاندې د اسلام ضد قوانینو په بدلولو کې هېڅ اغېز ولري. ځکه په دیموکراتیک نظام کې د اکثریت رایه د حق معیار ګڼل کېږي.
له همدې امله، په تېرو اتیا کلونو کې چې دیموکراسي د اسلامي نړۍ په حکومتونو کې ننوتې ده، هېڅ ځای نهدی لیدل شوی چې د اسلامي شریعت احکام د دیموکراسۍ او انتخاب له لارې نافذ شوي وي.
خو هغه مسلماننما دیموکراتان، سره له دې ټولو څرګندو ناکامیو، لا هم له دیموکراسۍ نه لاس اخلي او نه د مثبت بدلون لپاره د نبوي منهج لور ته راګرځي. دا حالت د هغو کسانو په نیت او اخلاص کې شکونه راولاړوي، چې ګواکې غواړي د دیموکراسۍ له لارې اسلام ته خدمت وکړي.