نرم فرهنګي نفوذ (Soft Power):
د «نرم ځواک» یا «قدرت نرم» مفهوم د امریکایي نظریهپوه جوزف نای (Joseph Nye) لهخوا د ۱۹۹۰م لسیزې په ترڅ کې وړاندې شو. هغه وايي: نرم ځواک دا دی چې یو هېواد یا ځواک د زور او جبر پر ځای د فرهنګي او ایدیولوژیک جذابیت له لارې نور ځان ته راجذب کړي. اوس مهال لوېدیځې رسنۍ د همدې ځواک اصلي وسیلې ګڼل کېږي.
د دې پدیدې د ښه درک لپاره، لومړی څو مهمې نظریې د رسنیزو مطالعاتو له برخې څخه یادوو:
الف) د «برجستهسازۍ» تیوري (Agenda-setting)
دا تیوري د لومړي ځل لپاره د مککامبز (McCombs) او شا (Shaw) لهخوا په ۱۹۷۲م کال کې وړاندې شوه. د دې نظریې له مخې، رسنۍ د دې توان لري چې د ځینو موضوعاتو په روښانه کولو او د ځینو نورو په لهپامه غورځولو سره د ټولنې فکري اجنډا یا فکري لارښود جوړ کړي او مخاطب ته دا وښيي چې «څه شی مهم دی».
د بېلګې په توګه، کله چې لوېدیځې رسنۍ په فردي آزادیو یا د ځانګړو ډلو ـ لکه همجنسبازانو ـ په حقونو ډېر ټینګار کوي، نو دا ارزښتونه ورو ورو د نړۍ د فکري اجنډا یوه برخه ګرځي