تألیف: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
لومړی: سیکولریزم
د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ سیکولریزم: «دوام»
مسیحي دین په بشپړه توګه تحریف شوی او د خپلو پلویانو د غوښتنو مطابق بدل شوی و، چې د دغو پراخو تحریفونو تر شا د یهودیانو لاس و. دا هېڅ د حیرانتیا خبره نه وه چې یهودیان دې د دین او سیاست د بېلتون تر شا لاس ولري. لکه څنګه چې یو امریکایي لیکوال ورته اشاره کوي: «همدا لامل و چې دغه منحرف دین له ټولنې څخه لرې او د کلیسا په دېوالونو کې محدود شو.»
دا هم د حیرانتیا خبره نه وه چې وروسته دغه دین، چې د کلیسا په دېوالونو کې محدود شوی و، د دیني مشرانو تر څارنې لاندې یې لمونځ په سندرو بدل شو او د رهبانیت په نوم یې د نارینهوو او ښځو ګډ نڅا او لوبې دود شوې.
په هغه وخت کې اروپا د علم او ټکنالوژۍ لوړې کچې ته رسېدلې وه. که دا وضعیت تر یوه وخته همداسې پاتې شوی وای، نو د ژوند دغه مادي بڼې به ډېری خلک ځان ته راجلب کړي وو.
کله چې هغوی وغوښتل چې دغه سیکولریزم اسلامي ختیځ ته ولېږدوي، نو د دې سیمې له حالاتو او واقعیتونو څخه ناخبره وو. هغوی د اسلامي ختیځ شرایطو ته پام ونه کړ او دا حقیقت یې هم درک نه کړ چې د اسلامي ختیځ په تاریخ کې د دین او دولت د بېلتون تصور هېڅکله په بشپړه توګه شتون نه درلود.