لیکوال: محبوبی
د تبليغاتي جګړې ګڼ شمېر بېلګې او نمونې د اسلام د لومړیو وختونو (صدرِ اسلام) څخه موندل کېږي. د ډېرو بېلګو له منځه، د څو مهمو نمونو يادونه د بېلګې په توګه کېږي:
د تبليغاتي جګړې ځانګړنې
د ټولنې د هويت او شخصيت بدلون
(ادامه:)
په دې برخه کې تبليغاتي جګړه هڅه کوي چې د ټولنې فکري بنسټونه، ارزښتونه، عقيدې او باورونه بدلون ومومي. د خلکو د هويت د تحريف له لارې د دوی د فکري او اخلاقي ثبات لمنځه وړل کېږي، تر څو د يوې نوې ذهني فضا بنسټ کېښودل شي چې د دښمن د اهدافو او مفکورو سره همغږي ولري.
د معلوماتو عصر
د معلوماتو عصر د ستراتېژيک چاپېريال بڼه بدله کړې او دا یې له يوې سياسي او نظامي فضا څخه د هويتمحور چاپېريال په بڼه بدل کړی دی. له همدې امله، دا عصر د پرېکړو او تصميمنيولو په بهير کې تر هر وخت زيات اغېز لري. د معلوماتو انقلاب، نوې زمانه د اړيکو او هنجارونو د نښو د توليد زمانه ګرځولې ده، او د دې له امله د دې زمانې انسانان د ټولو زمانو په پرتله زيات د هويتي يرغلونو او بدلونونو سره مخ دي.
نو له همدې کبله، د معلوماتو عصر د داسې يو وانمودل شوي (مجازی) نړۍ زېږنده ده چې پکې د لوبغاړو لپاره (بازیګرو لپاره) مصنوعي هويتونه جوړېدای شي. داسې دروغجن «خودونه» رامنځته کېدای شي چې د انسان د اصلي ځان ځای ونیسي، د هغه پر ځای فکر وکړي، او د هغه د ښې او بدې، هنجار او ناهنجار، ښکلا او بدرنګۍ مفهومونه له سره جوړ کړي.
په همدې ډول، د تبليغاتي جګړې ميدان اوس له هر وخت څخه زيات د هويت پر محور ولاړ شوی دی. د دې لامل هغه ژوره اغېزه ده چې د معلوماتي کېدو بهير د لوبغاړو پر دريځونو، ارزښتونو، انتخابونو او اړيکو پرېباسي. په دې مانا چې تبليغاتي جګړه او نرمګفتمان د دوستۍ او دښمنۍ، خپل او پردي، او «دلته» او «هلته» تر منځ پوله له سره تعريفوي.
دا بهير کولای شي د هويت فريب ته لاره هواره کړي، ځکه چې هويت او د هغه پروسس کولای شي د پرېکړې پر چاپېريال، د نخبګانو پر ذهنيت او د تصميمنيولو پر بهير تر ټولو زيات اغېز ولري؛ ځکه همدا هويت د هغوی د دريځونو، باورونو او ارزښتونو جوړوونکی دی.
تبليغاتي جګړه د هويت جوړونې په بهير کې هڅه کوي چې ستراتېژيکه بېباوري (Strategic distrust) کمزورې کړي او د فکري يرغل له لارې د ملتونو د باور، خپلواکۍ او فکري ثبات بنسټونه متزلزل کړي.