فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید مولوي عبدالمنان محبوب
څلورمه برخه:

بالاخره د فراق ورځ راورسېده. هغه ورځ چې د هلمند اسمان له دوړو ډک شو او ځمکه د شهیدانو د میندو او خویندو له چیغو ولړزېده. دا نومیالی مجاهد، له کلونو نه ستړې کېدونکې مبارزې او خالص خدمت وروسته، په داسې حال کې چې زړه یې د شهادت په مینه درزېده، د اشغالګرو په هوايي برید کې په نښه شو. د کفر توغندیو یې پاک وجود د خاورې غېږ ته وسپاره، خو لوړ روح یې د خپل رب لور ته والوت. هغه د شهادت جام وڅښه؛ هغه جام چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي دي: «لیس في الجنة شيء أحب إلى الله من الشهادة» (روایت طبراني)؛ په جنت کې د الله په نزد تر شهادته بل هېڅ شی محبوب نه دی.
«إنا لله وإنا إلیه راجعون»؛ موږ د الله یو او بېرته هغه ته ورګرځو. د هغه شهادت یوه لویه ضایعه وه؛ یو څراغ چې مړ شو، یو قومندان چې له منځه ولاړ. خو که د دې خاورې تاریخ ته وګورو، نو وینو چې دا ډول خلک تل د شهادت غېږې ته تللي دي. شهادت پای نه، بلکې پیل دی؛ د تلپاتې ژوند پیل د الهي رحمت تر سیوري لاندې.
الله تعالی دا لوړه درجه هغه ته ورکړه، ځکه چې هغه خپل ټول عمر په جهاد کې تېر کړ. هغه د طاغوت تر ټولو ظالم صلیبي ځواکونه حیران کړل او په خپلې مېړانې یې د هغوی خوبونه تښتولي وو. نن ورځ یې نوم او یاد د خلکو په زړونو کې ژوندی دی.
ای الله! د هغه شهادت قبول کړه، درجې یې په جنت کې لوړې کړه او د هغه ویاړلی لاره تل د آزادو انسانانو لپاره د روښانه څراغ په توګه پاتې کړه. نن د افغانستان د غیرتي ځوان نسل دنده ده چې له دې ډول لویو انسانانو الهام واخلي او د هغوی لاره تعقیب کړي. هغوی باید پوه شي چې د وطن او ناموس دفاع یوازې د ځان او مال په قربانۍ معنا پیدا کوي، لکه څنګه چې شهیدانو خپله ټوله هستي د اخلاص په لار کې قرباني کړې ده. هيله ده چې د دې خاورې بچیان تل شهیدان خپل حقیقي اتلان وبولي او د هغوی له مکتبه دیني او ملي غیرت زده کړي، او دا مقدسه لاره هېڅکله د الله له بندګانو خالي نه شي.

د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *