فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید غلام یحیی اکبري (سیاوشاني) تقبله الله
دریمه برخه

۱۳۸۸ هجري لمریز کال د دې سیمې د مجاهدینو لپاره یو برخلیک ټاکونکی کال و. په همدې کال کې درې مهمې پېښې رامنځته شوې چې هره یوه یې پر اشغالګرو سخت ګوزار وو.
لومړۍ پېښه د شهید غلام یحیی پر کور د بهرنیو ځواکونو عملیات وو. خو مجاهدین د دښمن له پلان څخه مخکې خبر شوي وو او په بشپړه چمتووالي یې کمین نیولی و. د مجاهدینو امکانات د دښمن د زغره‌والو ټانکونو په پرتله ډېر محدود وو، خو ایمان یې تر هرې وسلې پیاوړی و. له همدې امله یې د خپلو لاس‌جوړو چاودېدونکو توکو اندازه زیاته کړه، څو د زغره‌والو وسایطو پر وړاندې اغېزناک تمام شي.
په پایله کې د مجاهدینو کمین دومره په مهارت سره ترتیب شوی و چې د دښمن زغره‌وال ټانک د اور او اوسپنې په منځ کې له منځه ولاړ. په دې عملیاتو کې پنځه بهرني سرتېري، چې یو نامتو ایټالوي جنرال هم پکې شامل و، ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
خو هره بریا خپل قیمت لري. په دې نښته کې دوه تنه مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل او دوه نور ټپیان شول. هغه شپه د ونو شنو پاڼو او کرنیزو پټیو د مجاهدینو تر ټولو ستره مرسته وکړه؛ ځکه هغوی یې د دښمن له سترګو پټ وساتل، ترڅو وکولای شي شهیدان او ټپیان له سیمې وباسي.
خو دښمن هېڅکله ماتې په اسانۍ نه مني. د بلې ورځې په سهار اشغالګرو خپل د غچ اور پر سیاوشان سیمه راورساوه. له ځمکې او هوا څخه یې داسې سخت بمبار وکړ چې ځمکه ولړزېده او اسمان تورو لوګیو ونیو.
د دې برید په پایله کې دیارلس تنه بې‌ګناه ولسي وګړي، چې په خپلو کرنیزو چارو او ورځني ژوند بوخت وو، شهیدان شول. لسګونه نور ټپیان او ګڼ شمېر کسان ونیول شول.
دا د استکبار هماغه تګلاره ده؛ کله چې د جګړې په ډګر کې له مجاهدینو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړي، خپله غوسه پر بې‌وسه او بې‌دفاع ولس تشوي.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ» (رواه البخاري)
ژباړه: «چا چې یو معاهد (هغه غیرمسلمان چې د مسلمانانو تر امان او تړون لاندې وي) ووژني، د جنت بوی به هم احساس نه کړي.»
نو که د یو معاهد وژل دومره ستره ګناه وي، د بې‌ګناه او بې‌دفاع مسلمانانو د وژنې جرم به څومره لوی وي؟

د دې لړۍ راتلونکې برخه هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار په ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو رسنیو له پاڼو څخه تعقیب کړئ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *