شهید غلام یحیی اکبري (سیاوشاني) رحمه الله
پنځمه برخه
د ۱۳۸۸ هـ.ل. کال د میزان د میاشتې په ۱۷مه، هغه شپه چې د رمضان المبارک له اوولسمې شپې سره برابره وه؛ د قدر د شپې د احتمال، د الهي رحمت د نزول شپه، خو د دښمن لپاره د یرغل او وحشت شپه وه. اشغالګرو ځواکونو، چې ښه پوهېدل په مخامخ ځمکنۍ جګړه کې د مجاهدینو د مقابلې توان نه لري، د شپې له خوا یې د «ګرد بید» پر سیمه هوايي برید ترسره کړ.
شهید غلام یحیی اکبري په هماغه شپه په خپله خیمه کې د استراحت په حال کې و، خو کله چې له برید څخه خبر شو، سمدستي له خیمې ووت او په لوړ غږ یې ټولو ملکي خلکو ته خبرداری ورکړ چې هېڅوک دې له خپلو کورونو څخه بهر نه راووځي. وروسته له خپلو ملګرو سره هغو کلکو سنګرونو ته روان شو چې د غرونو په لمنو کې یې جوړ کړي وو. دا د هغه پر ځمکه وروستی ګام و.
د بهرنیو ځواکونو سختو بمباریو داسې اور پر سیمه ووراوه چې غرونه یې ولړزول. ﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾.
غلام یحیی اکبري، له خپلو سپینو وېښتانو او نوراني څېرې سره، د ۶۱ کلونو په عمر، له خپلو ۱۸ وفادارو ملګرو سره یوځای د شهادت جام وڅښه. په هماغه شپه دښمن ملکي وګړو ته هم درانه تلفات واړول، ځکه د اشغالګرو لپاره د ملکي وګړي او مجاهد ترمنځ هېڅ توپیر نه و.
د دغه زړور او مېړني اتل د شهادت خبر پر هرات د تندر په څېر راولوېد، خو هغه څه چې دښمن یې حیران کړ، د خلکو غبرګون و. د ټولو تبلیغاتو او ګواښونو سره سره، زرګونو کسانو د هغه د جنازې او خاورې ته د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ. په هغه ورځ هرات د «مرګ پر دښمن» په شعارونو انګازې کولې. ښځې او نارینه، سپینږیري او ځوانان، ټول راغلي وو څو خپل سپینږیری اتل د هغه د مقام او شان سره سم وروستي سفر ته بدرګه کړي.
د هرات خلکو ښه پوهېدل چې دغه سړی د واک، مال او دنیا لپاره نه، بلکې د دین، عزت او ناموس د دفاع لپاره جنګېدلی و.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِنَّ اللَّهَ يَرْفَعُ بِهَذَا الْكِتَابِ أَقْوَامًا وَيَضَعُ بِهِ آخَرِينَ» (رواه مسلم).
ژباړه: «بېشکه الله تعالی د همدې کتاب (قرآن) په وسیله ځینې قومونه لوړوي او ځینې نور پرې ټیټوي.»
شهید سیاوشاني له هغو کسانو څخه و چې الله تعالی د قرآن کریم، ایمان او د خپل دین په لار کې د جهاد له برکته لوړو درجو ته ورساوه.