فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید غلام یحیی اکبري (سیاوشاني) رحمه الله
اتمه برخه

د ۱۳۹۶ کال د قوس په ۱۷مه، محمد رفیع چې په عمر مشهور و، د اکبري بل زوم او د مجاهدینو له قوماندانانو څخه و، د دښمن د یوه پلان له مخې د خپلو پخوانیو ملګرو په همکارۍ په شهادت ورسېد. داسې ښکارېده چې دې کورنۍ د خپل هر شهید په وینه د جهاد د ویاړونو یوه بله زرینه پاڼه ورزیاتوله.خو د شهیدانو وینه هېڅکله بې‌ثمره نه پاتې کېږي. بالاخره د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۱۸مه، مجاهدینو د سیاوشاني کورنۍ د پاتې غړو په مشرۍ د دښمن پر یوه مهم ستراتیژیک مرکز، «پوسته شصت»، ولکه ترلاسه کړه؛ هماغه پوسته چې کلونه یې د مجاهدینو د پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړ کړی و.دغه پوسته د دوو ورځو په عملیاتو کې، سره له دې چې د دښمن له لوري پرې هوايي او ځمکني بریدونه ترسره کېدل او پرمختللې MD530 الوتکې او زغره‌وال ټانکونه هم کارول کېدل، مجاهدینو پرته له کوم تلفاته ونیوله. دغه بریا د ګذرې ولسوالۍ د بشپړې ازادۍ او په هرات کې د مجاهدینو د وروستۍ بریا لپاره مهمه لاره هواره کړه.
نن د شهید غلام یحیی اکبري، د هغه د زامنو او ملګرو نومونه او یاد د هرات او ټول افغانستان د خلکو په زړونو کې ژوندي دي. هغوی موږ ته دا درس راکړ چې مېړانه او غیرت عمر نه پېژني؛ سپین ویښتان د کمزورۍ نښه نه، بلکې د حکمت، صبر او استقامت نښه ده، او یوه کورنۍ کولای شي په خپلو قربانیو داسې ونه وپالي چې سیوری یې د تل لپاره د ازادۍ پر لار روانو خلکو باندې پاتې شي.

د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *