فهرست بستن

د زمري ۲۴مه ؛ له یوه کړکېچه ډک پړاو څخه تر باثباته افغانستان پورې

ترتیبوونکی: د عروج ادارې فرهنګي څانګه

افغانستان د کلونو لپاره له ناامنیو، سیاسي بې‌ثباتۍ او د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخ و؛ د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلکو د خپل راتلونکي په اړه له اندېښنو سره ژوند کاوه. د امریکايي او ناټو ځواکونو پوځي عملیات او هغه پېښې چې په ترڅ کې یې ملکي وګړو ته هم زیانونه اوښتي، د هغه وخت د واقعیت یوه برخه وه. ډېرو کورنیو په خپلو ذهنونو کې د کورونو د تلاشیو، نیونو، شپنیو عملیاتو او د ملکي وګړو د قرباني کېدو ترخې خاطرې لري.پخواني حکومت هم ونه توانېد چې په هېواد کې تلپاتې ثبات رامنځته کړي. ناامني، سیاسي اختلافات، اداري فساد او پر بهرنیو مرستو پراخه اتکا هغه ستونزې وې چې د افغانستان پر عمومي وضعیت یې سیوری غوړولی و.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري ۲۴مه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د حضور د پای ټکی و. د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د پخواني حکومت له سقوط سره د هېواد سیاسي جوړښت بدل شو او د افغانستان د ادارې مسؤلیت د اسلامي امارت پر غاړه شو.
د اسلامي امارت په واکمنۍ کې له مهمو بدلونونو څخه یو په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت دی. هغه لارې چې کلونه یې تګ راتګ له اندېښنو سره مل و، د خلکو او اقتصادي فعالیتونو پر مخ خوندي شوې او د ازاد تګ راتګ، د مالونو د لېږد او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره شوه.
د امنیت له ټینګښت سره، اقتصادي فعالیتونو ته هم ډېره پاملرنه وشوه. کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو په کانونو، صنعت، انرژۍ، کرنې، ټرانزیټ او زیربناوو برخو کې نوو فرصتونو ته پام واړاوه.
افغانستان چې د کلونو په اوږدو کې په نړیوالو خبرونو کې د جګړو او ناامنیو له امله پېژندل کېده، اوس هڅه کوي چې له خپل هېواد څخه یو بل انځور وړاندې کړي؛ داسې هېواد چې سوداګریزې او ټرانزیټي لارې، اقتصادي پروژې، د طبیعي سرچینو د کارونې او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره مخ پر پراختیا اړیکو په لور روان دی.
په دې لړ کې، امنیت یوازې یوه پوځي موضوع نه ده؛ بلکې د اقتصادي حرکت بنسټ هم بلل کېږي. کله چې لارې خوندي وي، سوداګري اسانه کېږي؛ کله چې ثبات ټینګ وي، پانګه‌وال په لا ډېر ډاډ سره بازار ته راځي او کله چې اقتصادي فعالیتونه زیات شي، د کار او تولید زمینه هم پراخېږي.
له همدې امله، د زمري ۲۴مې اهمیت یوازې د یوه سیاسي بدلون په توګه نه شو ارزولای. دا ورځ د افغانستان لپاره د هغې مرحلې پیل و چې په ترڅ کې یې د کورنیو ظرفیتونو د کارونې، د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د هېواد د آبادۍ پر لور د حرکت لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شول.
نن افغانستان باید یوازې د خپل تېر وخت له مخې ونه سنجول شي؛ بلکې باید د هغه څه له مخې وپېژندل شي چې له دې وروسته یې جوړوي.
د زمري ۲۴مه د هغې ورځې یادونه کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله پوځي حضور پای ته ورسېد؛ خو د دې بدلون اصلي ارزښت هغه وخت څرګندېږي چې امنیت په پراختیا، ثبات په پانګه‌اچونه، طبیعي سرچینې په تولید او اقتصادي فرصتونه د خلکو په هوساینې بدل شي.
افغانستان له کلونو ناامنیو وروسته اوس د خپل تاریخ نوی پړاو تجربه کوي؛ داسې پړاو چې امنیت او ثبات کولای شي د پیاوړي اقتصاد، ډېرو پانګونو او پراخې آبادۍ لپاره بنسټ برابر کړي.
او ښايي د زمري ۲۴مې تر ټولو مهم پیغام همدا وي:
افغانستان له یوه کړکېچن ډک پړاو څخه تېر شوی؛ اوس د جوړولو، آبادولو او د دې وخت دی چې د دغه هېواد راتلونکی د افغانانو په کار او هوډ ولیکل شي.
#دزمري۲۴مه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *