د زمري تر ۲۴مې درې ورځې پاتې دي؛ هغه ورځ چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې له یوه ستر بدلون سره مل وه او په هېواد کې یې نوی پړاو رامنځته کړ.
په تېرو کلونو کې جګړې او ناامنۍ د افغانانو د ژوند ډېره برخه تر اغېز لاندې راوستې وه. وسلهوالې نښتې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو ډلو د واک سیمې او ناامني، د خلکو ورځنی ژوند، اقتصادي فعالیتونه او د ولایتونو ترمنځ تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ کړی و. د بهرنیو ځواکونو حضور هم، سره له میلیاردونو ډالرو لګښتونو، ونه توانېد چې په ټول هېواد کې تلپاتې ثبات رامنځته کړي.
نن ورځ په ټول هېواد کې امنیت د خلکو په ژوند کې له مهمو بدلونونو څخه ګڼل کېږي. د ولایتونو ترمنځ تګ راتګ، اقتصادي فعالیتونه او د عمراني پروژو پلي کول په نسبتاً باثباته فضا کې ترسره کېږي او دې وضعیت د سوداګرۍ، پانګهاچونې او پراختیا لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي دي.
خو د امنیت ساتل یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی؛ بلکې د ثبات د دوام لپاره د خلکو یووالی، همکاري او مسؤلیتپذیري هم بنسټیز اهمیت لري.
۲۴مه د زمري دا فرصت دی چې دې پوښتنې ته فکر وکړو: امنیت او ثبات د یوه آباد افغانستان په جوړولو کې څه رول لري او څنګه کولای شو د نن ورځې امنیتي لاسته راوړنې د راتلونکي پرمختګ پر بنسټ بدلې کړو؟
#دزمري۲۴مه
خپلواکي مو مبارک شه!