شهید ملا محمد صادق (احسان الله) – تقبله الله
پنځمه برخه
جهادي مسؤولیت او اغېزناک رول
له آزادېدو وروسته، شهید احسان الله د اسلامي امارت له خوا د پشترود ولسوالۍ د جهادي مسؤولیت پر غاړه واخیست او په همدې لاره کې پاتې شو. هغه یو متین، باوقاره، ښه فکر لرونکی او سولهدوست شخصیت و. د شخړو په حل کې به یې د مشورې او تفاهم له لارې کار اخیست او د دیني عالمانو او قومي مشرانو ځانګړی درناوی به یې کاوه.
هغه به له علماوو سره مشورې کولې او خپل ټول جهادي فعالیتونه یې د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې پر مخ وړل. هغه په ښه توګه پوهېده چې جهاد یوازې د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د ټولنې په جوړولو او د اختلافاتو په حل کې هم دوام لري.
د هغه دغه هر اړخیز لیدلوري سبب شو چې د فراه خلکو هغه یوازې د یوه قوماندان په توګه ونه پېژانده، بلکې د یوه معنوي پلار په توګه یې ومانه چې د هغوی د ستونزو لپاره یې د حل لارې درلودې.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ» (الشوری، ۳۸)؛ یعنې: «او خپل کارونه په خپل منځ کې په مشورې سره ترسره کوي.»
شهید احسان الله دغه قرآني اصل د خپل ژوند او جهاد په ټولو چارو کې عملي کاوه.
د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!