فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید الحاج ملا سلطان محمد آخند او شهید مولوي صابر (پلار او زوی) – تقبلهما الله –
څلورمه برخه

د جهاد په ډګر کې شهادت

بالاخره، د بېلتون ورځ یو ځل بیا راورسېده. د ۱۳۹۳ لمریز کال د میزان په ۷مه نېټه، د بالابلوک ولسوالۍ په یوه ستر عملیات کې، شهید مولوي محمد ابراهیم صابر په داسې حال کې چې په ټول توان یې د دښمن پر وړاندې مقاومت کاوه، خپل خوږ ژوند یې قربان کړ او د شهادت مقام ته ورسېد.دا ځل هم د فراه اسمان د یوې پاکې روح د عروج شاهد و؛ پلار او زوی، دواړه د الله تعالی په لار کې، دواړه د جهاد په سنګر کې او دواړه د شهادت په غېږ کې.إّ ِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ «رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی: «إِذَا مَاتَ الْعَبْدُ انْقَطَعَ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثٍ: صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ»  (رواه مسلم)
کله چې انسان مړ شي، عمل یې پرې کېږي، پرته له درېیو شیانو: روانه صدقه، هغه علم چې خلک ترې ګټه واخلي، او صالح اولاد چې د هغه لپاره دعا کو»شهید سلطان محمد آخند له ځانه یو صالح زوی پرېښود؛ داسې زوی چې نه یوازې یې د خپل پلار لپاره دعا وکړه، بلکې د هغه لاره یې هم تعقیب کړه او په پای کې د هماغې لارې په اوږدو کې د شهادت جام یې وڅښه.دا هغه ستر میراث و چې یو پلار یې له ځانه پرېښودلی شو؛ داسې زوی چې د خپل پلار لاره یې ژوندۍ وساتله او په هماغه لاره کې یې خپل ژوند هم قربان کړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *