فهرست بستن

فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې)

لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
ټولنیز بدلون

ټولنیز بدلون څه معنا لري؟
د ملت د ارزښتونو او ارمانونو بدلون، کلتوري، اخلاقي او ایماني بدلون، او په څرګنده توګه ټولنیز بدلون، یعنې مسلمانان له خپل دین څخه منحرفول ديدغه ټولنیز بدلون ته لوېدیځپالنه، متمدن کېدل او پرمختګ ویل کېږي، داسې چې د بېرته راګرځېدو لاره نه لري. هغوی ډېره هڅه کوي، څو د خپل طرحه شوي پلان له مخې مصر لوېدیځپال کړي (او ټوله اسلامي نړۍ لوېدیځپالې کړي). دوی ورو ورو په دې کار کې بریالي کېږي.
نن ورځ موږ وینو چې هغه ټولنیز بدلون، چې پخوا د اشغالګرو او استعمارګرو له خوا ترسره کېده، د شل کلن اشغال پر مهال زموږ د ملي او هېوادنیو وګړو له خوا ترسره کېده.د ټولنیز بدلون موخه دا ده: «په حقیقت کې اسلامي امت د دین له بېلابېلو برخو څخه منحرفوي، چې د ژوند بېلابېل دنیوي اړخونه هم پکې شامل دي. خو دغه بدلون خپلې وسیلې او لارې چارې لري، چې د لوېدیځ د فکري جګړې تاکتیکونه دي او په راتلونکې کې به یې یادونه وشي.»

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *