فهرست بستن

عصري جاهلیت

لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت نالیدلي بوتان
د مطلقې آزادۍ بوت

له دودیز ژوند څخه عصري ژوند ته د لېږد په بهیر کې، د آزادۍ مفهوم له بنسټیز بدلون سره مخ شوی دی. هغه څه چې پخوا د انسان د طبیعي حق په توګه د لوړو ارزښتونو په چوکاټ کې تعریفېدل، نن ورځ د یوه داسې بوت په بڼه راڅرګند شوي چې خپله د عبادت او پرستش موضوع ګرځېدلی دی. دا مفهومي بدلون چې د «مطلقې آزادۍ» په نوم یادېږي، نه یوازې د ټولنو اخلاقي او دیني بنسټونه یې له ننګونو سره مخ کړي، بلکې پخپله د واکمنو فکري بهیرونو له خوا د انسان پر ژوند د تسلط په یوه وسیله هم بدل شوی دی.
د مطلقې آزادۍ بوت، چې د عصري جاهلیت یوه څرګنده نښه ګڼل کېږي، په هماغه وخت کې راڅرګند شوی چې لوېدیځ انسان د الهي حدودو او دیني اخلاقو پر وړاندې د سرغړونې له لارې د «دنیاپالنې» د بنسټ اېښودلو په لټه کې شوی؛ داسې نړۍپالنه چې په هغې کې انسان د مطلق قانون جوړوونکي مقام ځان ته ځانګړی کړي.
دا پدیده چې ریښې یې په انسان‌محورو او سیکولر فکري مکتبونو کې دي، د انسان د دودیزو محدودیتونو څخه د آزادولو تر شعار لاندې، په عمل کې یې هغه د ټیټو غوښتنو او نفساني خواهشاتو په غلامۍ کې راګیر کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *