فهرست بستن

پر سیاسي اندونو کره کتنه

لیکوال: محبوبی
لسم فصل: اسلامي نظام
د اسلام مخینه


د. معاصره دوره
اسلامي نظام د اموي او عباسي خلافتونو له دورې وروسته، د پېړیو په اوږدو کې ژور بدلونونه تجربه کړي دي، چې دلته یې د بیانولو فرصت نشته. نن ورځ ډېر هېوادونه هڅه کوي چې اسلامي نظام د عصري ټولنې د اړتیاوو له مخې پلي کړي او د اسلامي نظام ځانګړي تفسیرونه وړاندې کړي. په دې دوره کې د ایران له شیعه ولایت فقیه پر بنسټ نظام څخه نیولې، د سعودي عربستان د اسلامي شریعت پر قوانینو ولاړ سلفي نظام او د ترکیې د اسلام او سیکولریزم ګډ نظام پورې، هر یوه په خپلو هېوادونو کې د اسلامي نظام د پلي کولو هڅې کړې دي. خو دا چې دغه هېوادونه په رښتیا هم د اسلامي نظام د پلي کولو په لټه کې دي که نه، دا یوه داسې موضوع ده چې جلا څېړنې ته اړتیا لري.
په دې دوره کې د افغانستان د اسلامي امارت نظام هم د اسلامي نظام د پلي کولو له معاصرو هڅو څخه ګڼل کېږي، چې د خدای تعالی د کتاب، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سنتو او د امام ابوحنیفه رحمه الله د طریقې او تګلارې پر بنسټ ولاړ دی.
طالبانو د ۱۹۹۰مې لسیزې په اوږدو کې د حنفي فقهې او د اسلامي شریعت د اصولو په الهام اسلامي امارت رامنځته کړ. دغه اسلامي نظام د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د هېواد پر ۹۰ سلنه خاوره واکمني لرله (سعید، ۱۴۰۲: ۴۵). په دې دوره کې الهي قانون (شریعت) د تر ټولو معتبرې مرجع په توګه ګڼل کېده (هماغه اثر، ۵۴).
په اوسنۍ دوره کې، له کلونو جهاد او د بهرنیو اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې له مبارزې وروسته، اسلامي نظام یو ځل بیا په دې خاوره کې واکمن شو. دغه اسلامي نظام ډېرې هڅې کوي، څو هغه اسلامي قوانین پلي کړي چې له قرآن کریم، نبوي سنتو او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له سیرت څخه اخیستل شوي او د حنفي مذهب پر محور ولاړ دي. دغه قوانین عقیدوي، عبادي، اخلاقي، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او نور اړخونه رانغاړي؛ څو افغانستان وکولای شي د یوه پیاوړي، د توحید او عدالت پر بنسټ ولاړ هېواد په توګه، د الهي لارښوونو له مخې حکومت وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *