لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
لومړی: سیکولریزم
د سیکولریزم د خپرولو وسایل
لوېدیځ له پخوا زمانو راهیسې په بېلابېلو لارو هڅه کړې چې په ختیځو اسلامي سیمو کې سیکولریزم خپور کړي. کله چې بهرنیو واکمنانو خپل میراث ملي او سیمهییزو واکمنانو ته پرېښود، هغوی یې پر تخت کښېنول او د علم او ټکنالوژۍ په ګډون یې له ټولو وسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره د سیکولریزم د خپرولو هڅې وکړې.
دا موضوع د اسلامي هېوادونو لپاره ډېره عجیبه او حیرانوونکې وه، چې د تلویزیون په برخه کې په درېیم او څلورم مقام کې راځي.
مخکې له دې چې د خپلو اولادونو له اتیا یا نوي سلنې بېسوادي له منځه یوسي، موږ په بېلابېلو هېوادونو کې، چې فقیر هېوادونه هم پکې شامل دي، له رنګه تلویزیونونو څخه ګټه اخلو.
د سیکولریزم د خپرولو وسایل په لاندې ډول بیانېږي:
۱.د تعلیم له لارې د سیکولریزم خپرول.
۲.د راډیو، تلویزیون، سینما او چاپي آثارو له لارې د سیکولریزم خپرول.
۳. د قانون له لارې د سیکولریزم خپرول.
پورته ټول موارد به په جلا جلا توګه تر بحث لاندې ونیول شي.
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ لپاره د فکري جګړې لارې)