فهرست بستن

د پرمختګ وهم (د لوېدیځ ژوند پرسبک کره کتنه)

لیکوال: نهضت
درېیم څپرکی: د لوېدیځ د ژوند د طرز پایلې
ټولنیزې پایلې

ب. د جنسیتي هویت کړکېچ (همجنس‌پالنه او د جنسیت بدلون) «دوام»
په تېرو وختونو کې جنسیتي هویت په طبیعي توګه له بیولوژیکي جنسیت څخه سرچینه اخیسته او د جنسیتي رولونو منل د ټولنیز جوړښت یوه طبیعي برخه ګڼل کېده. خو نن ورځ په لوېدیځو ټولنو کې جنسیتي هویت د یوه ټولنیز جوړښت په توګه پېژندل کېږي چې د انتخاب وړ دی (فولایان، ۱۳۹۷: ۷).
د لیکوال په اند، دا کړکېچ په دوو مهمو بڼو څرګندېږي: لومړی، همجنس‌پالنې ته تمایل، چې د جنسیتي هویت د سم درک له ګډوډۍ څخه سرچینه اخلي؛ او دویم، د جنسیت د بدلون لېوالتیا، چې د همدې ګډوډۍ د ژورتیا او له طبیعي هویت څخه د لرېوالي پایله ګڼل کېږي.
د لیکوال د لیدلوري له مخې، د دې کړکېچ دواړه بڼې د فردي اغېزو ترڅنګ، ناوړه ټولنیزې پایلې هم لري او د کورنۍ او ټولنې بنسټونه کمزوري کوي.
د دې ډول موضوعاتو د پراخېدو څرک په احصایو او راپورونو کې هم لیدل کېږي. اندېښمنوونکې شمېرې ښيي چې په انګلستان کې د جنسیت د بدلون غوښتنې د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ نږدې پنځلس برابره زیاتې شوې دي. نورې شمېرې هم شته چې د بحث د اوږدېدو له امله یې دلته یادونه نه کوو.
د لیکوال په باور، دا شمېرې د هغه کړکېچ ژورتیا څرګندوي چې د درېیو اساسي فلسفي او ایډیالوژیکو بدلونونو له امله رامنځته شوی؛ هغه بدلونونه چې مخکې مو هم ورته اشاره کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *