لیکوال: نهضت
درېیم څپرکی: د لوېدیځ د ژوند د طرز پایلې
ټولنیزې پایلې
ب. د جنسیتي هویت کړکېچ (همجنسپالنه او د جنسیت بدلون) «دوام»
په تېرو وختونو کې جنسیتي هویت په طبیعي توګه له بیولوژیکي جنسیت څخه سرچینه اخیسته او د جنسیتي رولونو منل د ټولنیز جوړښت یوه طبیعي برخه ګڼل کېده. خو نن ورځ په لوېدیځو ټولنو کې جنسیتي هویت د یوه ټولنیز جوړښت په توګه پېژندل کېږي چې د انتخاب وړ دی (فولایان، ۱۳۹۷: ۷).
د لیکوال په اند، دا کړکېچ په دوو مهمو بڼو څرګندېږي: لومړی، همجنسپالنې ته تمایل، چې د جنسیتي هویت د سم درک له ګډوډۍ څخه سرچینه اخلي؛ او دویم، د جنسیت د بدلون لېوالتیا، چې د همدې ګډوډۍ د ژورتیا او له طبیعي هویت څخه د لرېوالي پایله ګڼل کېږي.
د لیکوال د لیدلوري له مخې، د دې کړکېچ دواړه بڼې د فردي اغېزو ترڅنګ، ناوړه ټولنیزې پایلې هم لري او د کورنۍ او ټولنې بنسټونه کمزوري کوي.
د دې ډول موضوعاتو د پراخېدو څرک په احصایو او راپورونو کې هم لیدل کېږي. اندېښمنوونکې شمېرې ښيي چې په انګلستان کې د جنسیت د بدلون غوښتنې د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ نږدې پنځلس برابره زیاتې شوې دي. نورې شمېرې هم شته چې د بحث د اوږدېدو له امله یې دلته یادونه نه کوو.
د لیکوال په باور، دا شمېرې د هغه کړکېچ ژورتیا څرګندوي چې د درېیو اساسي فلسفي او ایډیالوژیکو بدلونونو له امله رامنځته شوی؛ هغه بدلونونه چې مخکې مو هم ورته اشاره کړې وه.
د پرمختګ وهم (د لوېدیځ ژوند پرسبک کره کتنه)