فهرست بستن

پټ حقایق (په افغانستان کې د امریکا جنایتونه)

لیکوال: محبوبی
لومړی څپرکی: مفاهیم او کلیات
له اشغال مخکې افغانستان

ب. افغانستان یو بېوزله، خو خپلواک هېواد – دوام
که امریکا او متحدینو یې افغانستان په کنډوالو نه وای بدل کړی، نن به موږ د یوه خپلواک هېواد او غوړېدلي اقتصاد شاهدان وای. د ګاونډیو هېوادونو، لکه ایران او ترکمنستان، بریالۍ بېلګې ښيي چې اسلامي هېوادونه کولای شي د لوېدیځ له لاسوهنې پرته پرمختګ وکړي.
افغانستان له اشغال مخکې، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره، د خپل طبیعي پرمختګ پر لور روان و. خو د لوېدیځ نوي استعمار په قصدي توګه دغه هېواد د جګړې په لومو کې راګیر کړ، څو هم یې سرچینې لوټ کړي او هم یې پر پوځي اډې بدل کړي. خو په پای کې، د افغانستان د خلکو له شل کلن جهاد او مبارزې وروسته، امریکا له شرموونکې ماتې سره مخ شوه او افغانستان یې د تل لپاره پرېښود.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *