لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
سیکولریزم
د سیکولریزم د خپرېدو لارې چارې؛ درېیم: سیکولریزم
کله چې د ځمکې پر مخ شرعي حد پلی شي، د ځمکې د اوسېدونکو لپاره تر څلوېښتو ورځو باران ډېر ګټور وي. دا په اسلام کې د قانون د اهمیت او د الهي شعایرو د اطاعت یوه بېلګه ده. لکه څنګه چې د دیني شعایرو په برخه کې اطاعت اړین دی، همداسې د قانون په برخه کې هم اطاعت اړین دی. او لکه څنګه چې په الهي شعایرو کې له الله تعالی سره شرک ستر جرم دی، همدارنګه په قانون کې هم له الله تعالی سره شرک ستر جرم ګڼل کېږي؛ ځکه دا ټول د الله جل جلاله له لوري دي او د هغو په وړاندې وېره او اطاعت هماغسې اړین دي، لکه د الهي حدودو پلي کول چې اړین دي.
وېره د ځواک له لارې رامنځته کېږي او مینه د نېک چلند له لارې؛ دا دواړه هغه مهال منځته راځي چې واک او حکم د اسلام او مسلمانانو د واکمنانو په لاس کې وي. د اسلام دښمنان هڅه کوي چې دا ټول د واک او سلطنت له ډګره لرې کړي، اسلام له دې مینې او لېوالتیا څخه بېبرخې کړي او یوازې یې په یوه ظاهري بڼه او چوکاټ کې محدود وساتي؛ داسې چې ژوند یې له مرګه تر مخه په یوه لنډه موده پورې راټول شي. همدا هغه څه دي چې د اسلام دښمنانو په اسلامي نړۍ کې ترسره کړي دي.
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ د فکري جګړې لارې چارې)