لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بوتان
د مطلقې آزادۍ بوت
د. مطلقه آزادي او د هر ډول دیني او اخلاقي ارزښتونو ردول مطلقه آزادي په فردي او ټولنیز ژوند کې د ټولو دیني او اخلاقي محدودیتونو د ردولو په معنا ده. دا نظریه د معاصر لوېدیځ د ژوند په طرز کې د یوې خپلواکې او منظمې ایډیالوژۍ په توګه رامنځته شوې ده.
د دې مفکورې، یعنې بېقید او شرطه آزادۍ، سرچینه د روښانتیا پېر فکري بدلونونو ته ورګرځي؛ هغه مهال چې د ډېوېډ هیوم او اېمانوېل کانټ په څېر فیلسوفانو بشري عقل د اخلاقو یوازینۍ مرجع معرفي کړ او دین یې له عامه ژوند څخه لرې کړ.
هیوم په خپلو اثارو کې د تجربېپالنې په ټینګار سره اخلاق له الهي بنسټ څخه جلا کړل او پر ځای یې د ماديپالنې او نسبيپالنې پر لور لار هواره کړه. کانټ هم د «پدیداري نړۍ» او «نهاني نړۍ» په بېلولو سره اخلاق د الهي مرجعیت له واک څخه د خپلواک عقلانیت په چوکاټ کې تعریف کړل.
په لوېدیځه نړۍ کې دې فکري بدلون د دیني او الهي اخلاقو بنسټونه کمزوري کړل او داسې فضا یې رامنځته کړه چې په ترڅ کې یې د دیني محدودیتونو بشپړ ردولو ته زمینه برابره شوه.
عصري جاهلیت