لیکوال: نهضت
درېیم څپرکی: د لوېدیځ ژوندانه د سبک پایلې
ټولنیزې پایلې
ج. اقتصادي او طبقاتی نابرابري «دوام»
بېلابېل میکانېزمونه د اقتصادي او طبقاتی نابرابرۍ په زیاتوالي او دوام کې مرسته کوي. د مالیاتو ناعادلانه پالیسۍ، چې د شتمنو په ګټه طرحه شوې دي، د دغو میکانېزمونو له ډلې څخه دي. نړیوال کېدل او د دندو بهرنیو هېوادونو ته لېږدول، چېرته چې د کارګرانو مزدونه ټیټ وي، په لوېدیځو هېوادونو کې د کارګرانو د دریځ د کمزوري کېدو لامل شوي دي. همدارنګه، ټکنالوژیک پرمختګونه او اتومات سیستمونه، د بشري کاري ځواک په ځای د ماشینونو په کارولو سره، د دودیزو دندو د له منځه تلو او د ټیټ عاید لرونکو طبقو ترمنځ د بېکارۍ د زیاتوالي لامل شوي دي.
د عامه خدمتونو خصوصي کول هم د نابرابرۍ د زیاتوالي له نورو عواملو څخه دي. کله چې محرومې طبقې باکیفیته زدهکړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بېبرخې شي، د ټولنې د بېلابېلو طبقو ترمنځ واټن لا ژورېږي. دا وضعیت یوه ناسمه او پرلهپسې کړۍ رامنځته کوي، چې په ترڅ کې یې د محرومو طبقو لپاره د ټولنیز پرمختګ او له یوې طبقې څخه بلې ته د پورته کېدو فرصتونه په جدي توګه محدودېږي.
په پایله کې، په لوېدیځو ټولنو کې اقتصادي او طبقاتی نابرابري د مصرفپالنې او افراطي فردپالنې پر بنسټ د ژوندانه د سبک مستقیمه پایله ده، چې د بېلابېلو اقتصادي، سیاسي او کلتوري میکانېزمونو له لارې بیا تولیدېږي او دوام مومي.
دا نابرابري نه یوازې د ټولنیزو جدي زیانونو، لکه د ټولنیزې روغتیا د کچې ټیټېدل، د جرمونو زیاتېدل او د ټولنیز پیوستون کمزوري کېدل رامنځته کوي، بلکې د ټولنې ثبات او یووالی هم له ګواښ سره مخ کوي.
د دې ننګونې د مخنیوي لپاره د هراړخیزو او عادلانه سیاستونو پلي کولو ته اړتیا ده، څو د ټولنې ټولو غړو ته فرصتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي او د اقتصادي او ټولنیزو واټنونو د لا زیاتېدو مخه ونیول شي.
د پرمختګ وهم (د لوېدیځ ژوند پر سبک کره کتنه)