فهرست بستن

عصري جاهلیت

لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بوتان
د مطلقې آزادۍ بت


د. مطلقه آزادي او د دیني او اخلاقي ارزښتونو بشپړ ردول (دوام)

د دې فکر جدي بڼه له فریدریش نیچه سره راڅرګنده شوه. نیچه په خپلې کفرآمیزې وینا کې چې «خدای نور شتون نه لري» د الهي اخلاقو هغه بنسټونه چې عیسویت په لوېدیځ کې ورته پاملرنه کوله، په بشپړه توګه ونړول او پر ځای یې د «انسان له خوا جوړ شوي ارزښتونه» وړاندې کړل. د نیچه په باور، انسان باید له ټولو اخلاقي بندیزونو څخه ځان خلاص کړي او ځان د ارزښتونو د رامنځته کوونکي په توګه وپېژني.
ژان پل سارتر هم د لوېدیځ له نورو ملحدو فیلسوفانو څخه و، چې د بشرپالنې یا وجودیت په بحث کې یې ټینګار کاوه: انسان خپل ځان پخپله جوړوي او د هغه د کړنو د ارزونې لپاره هېڅ بهرنی مرجع شتون نه لري.
دغو نظریو په لوېدیځ کې د دې لامل شول، چې خلک آزادي له هر ډول دیني او اخلاقي محدودیتونو څخه جلا کړي او د «فرد مطلق حق» په توګه یې تعریف کړي.
په عملي توګه، دغه ایډیالوژي په فردي او ټولنیزو کړنو او حتی د لوېدیځو هېوادونو په ډېرو قضایي پرېکړو کې د یوه مسلم حق په توګه څرګنده شوه؛ داسې حق چې هېڅ دیني سرچینه یې د محدودولو واک نه لري.
تر دې هم پورته، په دغو پرېکړو کې هر ډول اخلاقي یا دیني محدودیت د آزادۍ پر وړاندې د ځپنې او ګواښ په توګه ګڼل کېږي او آزادي د یوه سپېڅلي او نه تر پوښتنې لاندې مفهوم په توګه مطرح کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *