لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسیلې
سیکولریزم
د سیکولریزم د خپرولو وسیلې؛ قومپالنه:
د قومپالنې د بلنې پایلې: «جان» مستشرق اروپایانو ته خبرداری ورکوي چې اروپا د اسلامي نړۍ له خوا په کلکه محاصره شوې او له نورو نړۍوالو سیمو څخه منزوي او پردۍ شوې ده. نوموړی همدارنګه ټینګار کوي چې د اسلام واحد تمدن او اسلامي دودونه باید له منځه یوړل شي او پر ځای یې د ټولو قومونو تاریخونه راژوندي شي، څو د اسلامي تاریخ او اسلامي دودونو پر ځای قومي تاریخ ته د درناوي په سترګه وکتل شي.
هغه زیاتوي: «لکه څنګه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې له ملي او قبیلوي خوځښتونو ملاتړ وشو، په اسلامي ختیځ کې زموږ د بریا لامل هم ملي او قبیلوي خوځښتونه وو. لوېدیځ باید له پټو فعالیتونو څخه غافل نه شي. هغه اسلامپاله کسان چې د اسلامي یووالي لپاره کار او هڅې کوي، د الحادي قومپالنې د له منځه وړلو هڅه کوي. داسې ښکاري چې دغه خوځښتونه په عربي هېوادونو کې ډېر پیاوړي دي.»
«جاب» مستشرق په څرګنده توګه وايي چې په اسلامي نړۍ کې یوه هغه موضوع چې اروپايي استعمار ورته لېوالتیا لري، د لرغوني تمدن بیا راژوندي کول دي. استعمار دا لېوالتیا په بېلابېلو هېوادونو کې رامنځته کړې او اوس ډېری مسلمانان پرې بوخت دي. د بېلګې په توګه، دا لېوالتیا نن ورځ په ترکیه، مصر، اندونیزیا، عراق او ایران کې لیدل کېږي.
د دغو ارزښتونو د پیاوړتیا اهمیت په دې کې دی چې د اروپا پر وړاندې د دښمنۍ احساس پیاوړی کوي او په راتلونکي کې د قومپالنې او ملتپالنې په خپرولو کې مهم رول لوبولای شي.
دا بهیر په اسلامي ختیځ او نورو عربي او اسلامي هېوادونو کې د لوېدیځ استعمار په ملاتړ او د قومي او ملي احساساتو په راپارولو سره د حکومتونو له خوا تعقیب شو. د دې کار موخه د ملتپالنې پیاوړتیا، د نوو پولو په ټاکلو سره د اسلامي هېوادونو وېشل، په ښوونځیو کې د جاهلیت او اسلام څخه د مخکینۍ دورې د تاریخ تدریس، د هغې دورې د ستاینې او توصیف لپاره د شعرونو ویل او په ټولنه کې د دیني اخترونو پر ځای د ملي اخترونو نمانځل وو.
حال دا چې په دیني اخترونو کې د مسلمانانو زړونه یو بل ته نږدې کېږي او د دیني شعایرو درناوی کېږي. په همدې ډول، د دوی هڅه دا وه چې هر هېواد په ځانګړو قومي او ملي ځانګړتیاوو ووېشي.
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې چارې)