لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
سیکولریزم
د سیکولریزم د خپرولو لارې؛ قومپالنه
له عربو او عربي ژبې سره د کینې خطر: که د قومپالنې او نژادپالنې اصول ردوو، نو د ټولو مسلمانانو له یووالي، له یو بل سره له مرستې او ملاتړ او د اسلامي ورورولۍ پر بنسټ د اړیکو له پیاوړتیا څخه هرکلی کوو.
څرګنده ده چې قرآن کریم په عربي ژبه پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی، څو ټول خلک لارښوونه کړي او د حق دین پر لور یې رهنمایي کړي، تر دې چې د دغه دین حقانیت پر نورو ټولو دینونو څرګند شي. له همدې امله، عربي ژبه او عربیت له اسلام څخه نه بېلېدونکي دي. په همدې اساس، له عربي ژبې او عربو سره کرکه او دښمني د ګمراهۍ لامل ګرځي.
دا په دې معنا نه ده چې عربان تر ټولو غوره امت دی او له هغوی سره مینه د ایمان د پیاوړتیا نښه ده. له جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«له ابوبکر او عمر رضي الله عنهما سره مینه د ایمان نښه ده او له هغوی سره کینه او کرکه د کفر نښه ده.»
په یوه بل حدیث کې راغلي چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«څوک چې له عربو سره مینه ولري، زه ورسره مینه لرم او څوک چې له عربو سره دښمني ولري، زه ورسره دښمني لرم.»
هغه عزت او درناوی چې الله تعالی عربانو ته ورکړی، د اسلام له امله دی. الله تعالی هغوی ته فصیحه ژبه ورکړې، قرآن کریم یې په ژبه نازل کړی او داسې پیغمبر یې د هغوی له منځه را استولی چې د ټولې نړۍ د لارښوونې لپاره مبعوث شوی دی.
خو دا ټول د اسلام او ایمان پرته هېڅ ارزښت نه لري. د آخرت په ورځ به یوازې عربیت د انسان د ژغورنې لامل نه شي او انسان به یوازې د عربیت له امله د الله تعالی له عذابه ونه ژغورل شي. د الله تعالی په نزد یوازې هغه څوک ژغورل کېږي چې ایمان او تقوا ولري.
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ لپاره د فکري جګړې لارې چارې)