لیکوال: محبوبي
لسم څپرکی: اسلامي نظام
د اسلام مهمې بڼې
ج. سیاسي بُعد (دوام)
جهاد: د اسلام سیاسي نظام جهاد د یوه اصل او مهمې وسیلې په توګه پېژني، چې موخه یې د مظلومانو له حقونو څخه دفاع او د ظلم او تېري پر وړاندې مبارزه ده.
الله تعالی په قرآن کریم، د بقرې سورت په ۱۹۰ آیت کې فرمایلي دي: «وَقَاتِلُوا فِی سَبِیلِ اللَّهِ الَّذِینَ یُقَاتِلُونَکُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِینَ»
ژباړه: «او د الله تعالی په لار کې له هغو کسانو سره جګړه وکړئ چې له تاسو سره جګړه کوي، خو له حده مه اوړئ؛ ځکه الله تعالی تېری کوونکي نه خوښوي.»
دا آیت څرګندوي چې په اسلام کې جهاد د تېري او تاوتریخوالي په معنا نه دی، بلکې موخه یې د مظلومانو له حقونو څخه دفاع او د ظلم او ستم پر وړاندې مبارزه ده.
په داسې حال کې چې په لوېدیځو نظامونو کې جګړې ډېری وخت د اقتصادي او سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي، اسلام د جهاد په ټینګار سره د مظلومانو دفاع او د عدالت ټینګښت ته لومړیتوب ورکوي.
په اسلام کې جهاد دفاعي جهاد، فرهنګي جهاد او اقتصادي جهاد رانغاړي او موخه یې د یوې خوندي او عادلانه ټولنې رامنځته کول دي.
له همدې امله، د اسلام سیاسي نظام د هراړخیزو او متوازنو قوانینو او لارښوونو په وړاندې کولو سره، د لوېدیځو نظامونو او فکري مکتبونو په مقابل کې د یوه بدیل نظام په توګه مطرح کېږي.
دا نظام نه یوازې په ټولنه کې عدالت او امنیت ته پاملرنه کوي، بلکې د شورا، عدالت او جهاد په ټینګار سره د یوې پرمختللې او باثباته ټولنې د رامنځته کولو هڅه هم کوي.
پر سیاسي اندونو کره کتنه