لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
سیکولاریزم
د سیکولاریزم د خپرولو لارې؛ قومپالنه
د قومپالنې په اړه د اسلام دریځ: له شک پرته، د قومپالنې په اړه د اسلام بنسټونه د لوېدیځ له اصولو سره بشپړ توپیر لري. اسلامي شاعر محمد اقبال لاهوري وایي:
«د لوېدیځ امتونه ستاسو له امت سره د پرتله کېدو وړ نه دي؛ د هاشمي رسول امت یو بېساری امت دی. هغوی د خپل قوم او وطن پر یووالي باور لري، خو د مسلمانانو یووالی د هغوی د ایمان په ځواک ټینګ ولاړ دی.»
له همدې امله، د دواړو لیدلورو یوځای کول ناشوني او غیرمعقول دي. استاد مودودي وایي: په اسلامي امت کې داسې بېلابېل قومونه شته چې رنګونه، نسبونه، ژبې او سیمې یې سره توپیر لري؛ همدارنګه د بېلابېلو دولتونو شتون هم ناشونی نه دی. خو یو دولت چې اسلامي وي او غواړي خپل بنسټونه د اسلام پر اساس پیاوړي کړي، باید له اسلام پرته بل بنسټ د خپل یووالي او پیوستون اساس ونه ګڼي او د خاورې او رنګ پر بنسټ اړیکې پرېږدي.
زه د هغه څه په اړه وېره لرم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د مسلمانانو په اړه وېره لرله؛ هغه د جاهلیت قومپالنه ده چې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او بېلتون لامل کېږي.
له همدې امله، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو کرامو رضي الله عنهم ته وفرمایل:
«لا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ»
ژباړه: «له ما وروسته بېرته د کافرانو په څېر مه ګرځئ، چې یو د بل غاړې ووهئ.»
نو د اسلام او قومپالنې ترمنځ د اړیکې د ټینګ پاتې کېدو هېڅ امکان نشته. دا ادعا چې ګواکې یوه اړیکه بلې اړیکې ته هېڅ زیان نه رسوي، یوه دروغجنه ادعا ده.
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ د فکري جګړې لارې چارې)