فهرست بستن

فکري روزنه (د اسلامي نړۍ د فکري جګړې لارې چارې)

لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځ‌پالنې وسایل
سیکولاریزم


د سیکولاریزم د خپرولو لارې؛ قوم‌پالنه
د قوم‌پالنې په اړه د اسلام دریځ:
له شک پرته، د قوم‌پالنې په اړه د اسلام بنسټونه د لوېدیځ له اصولو سره بشپړ توپیر لري. اسلامي شاعر محمد اقبال لاهوري وایي:
«د لوېدیځ امتونه ستاسو له امت سره د پرتله کېدو وړ نه دي؛ د هاشمي رسول امت یو بې‌ساری امت دی. هغوی د خپل قوم او وطن پر یووالي باور لري، خو د مسلمانانو یووالی د هغوی د ایمان په ځواک ټینګ ولاړ دی.»
له همدې امله، د دواړو لیدلورو یوځای کول ناشوني او غیرمعقول دي. استاد مودودي وایي: په اسلامي امت کې داسې بېلابېل قومونه شته چې رنګونه، نسبونه، ژبې او سیمې یې سره توپیر لري؛ همدارنګه د بېلابېلو دولتونو شتون هم ناشونی نه دی. خو یو دولت چې اسلامي وي او غواړي خپل بنسټونه د اسلام پر اساس پیاوړي کړي، باید له اسلام پرته بل بنسټ د خپل یووالي او پیوستون اساس ونه ګڼي او د خاورې او رنګ پر بنسټ اړیکې پرېږدي.
زه د هغه څه په اړه وېره لرم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د مسلمانانو په اړه وېره لرله؛ هغه د جاهلیت قوم‌پالنه ده چې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او بېلتون لامل کېږي.
له همدې امله، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو کرامو رضي الله عنهم ته وفرمایل:
«لا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ»
ژباړه: «له ما وروسته بېرته د کافرانو په څېر مه ګرځئ، چې یو د بل غاړې ووهئ.»
نو د اسلام او قوم‌پالنې ترمنځ د اړیکې د ټینګ پاتې کېدو هېڅ امکان نشته. دا ادعا چې ګواکې یوه اړیکه بلې اړیکې ته هېڅ زیان نه رسوي، یوه دروغجنه ادعا ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *