لیکوال: دوکتور عبدالباقي حقاني
لومړی فصل: خلافت او اسلامي سیاست
د اسلامي دولت جوړول او د خلیفه ټاکل
د څلورو شرعي دلایلو په رڼا کې د اسلامي دولت جوړول او د امیر ټاکل: د اسلامي دولت جوړول او په سر کې یې د یوه امیر ټاکل په څلورو شرعي دلایلو (کتاب الله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت، اجماع او قیاس) ثابت دي.
علامه محمود خالدي لیکي:
«د شرعي دلایلو له څېړنې او پلټنې وروسته څرګندېږي چې د امام ټاکل له هغو سیاسي چارو څخه دي چې مسلمانانو ته ورسپارل شوې دي، او په دې اړه د شریعت حکم دا دی چې د امام ټاکل پر مسلمانانو فرض دي؛ څوک چې دا کار ترسره کړي، د ثواب مستحق ګرځي او څوک چې یې پرېږدي، د سزا وړ ګرځي. د دې شرعي حکم دلیل قرآن کریم، نبوي سنت، د صحابهوو اجماع او هغه مشهوره شرعي قاعده ده چې وايي: (د کوم واجب د ترسره کېدو لپاره چې یو کار اړین وي، هغه کار هم واجب دی).»
د اسلام سیاسي او اداري نظام