فهرست بستن

عصري جاهلیت

لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بوتان
د مطلقې آزادۍ بت

هـ. په بېلابېلو برخو کې د مطلقې آزادۍ څرګندېدل (دوام)
۱. د قوانینو او محکمو په برخه کې:
په دې برخه کې مطلقه آزادي د دې معنا لري چې فردي حقونو ته پر هر ډول ټولنیزو، اخلاقي او دیني ارزښتونو مطلق لومړیتوب ورکول کېږي. په دې چوکاټ کې قانون د اخلاقو او ټولنیزو مصلحتونو پر بنسټ نه، بلکې یوازې د فرد د غوښتنې او تمایل له مخې تعریفېږي.
د شخصي چلند پر وړاندې هر ډول محدودیت، که څه هم د ټولنې د اخلاقي سلامتۍ د ساتنې لپاره اړین وي، د بشري حقونو نقض او ځپنه ګڼل کېږي.
په داسې قضایي نظام کې د انتخاب حق په یوه مطلق اصل بدلېږي او قوانین یوازې د همدې حق د تضمین دنده پر غاړه لري، پرته له دې چې د هغه لپاره اخلاقي او دیني چوکاټ وټاکي.
د بېلګې په توګه، د «لارنس پر وړاندې ټکساس» (۲۰۰۳) په مشهوره قضیه کې، د امریکا سترې محکمې د همجنس‌پالنې د منع قانون لغوه کړ او څرګنده یې کړه چې د افرادو د شخصي حریم حق پر دودیزو اخلاقي ارزښتونو لومړیتوب لري (ویکیپېډیا).
دا پرېکړه د عصري سیکولر هېوادونو په قضایي نظامونو کې د مطلقې آزادۍ د عملي څرګندېدو یوه بېلګه ده، چې په هغه کې د فرد غوښتنه د قانون جوړونې بنسټیز معیار ګڼل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *