شهید مولوي عبدالحمید نوراني – تقبله الله –
شپږمه برخه
په تاریخ کې یو نېک او تلپاتی نوم
نن د فراه او هرات خلک، او د هغو ټولو ولایتونو اوسېدونکي چې شهید نوراني پکې خدمت کړی دی، د هغه نېک یادونه کوي. هغه نېک نوم چې نوموړي له ځانه څخه پرېښی، له مړینې سره له منځه نه دی تللی، بلکې لا هم ژوندی دی او د خلکو په زړونو کې ځای لري.
هغه موږ ته دا را زده کړل چې جهاد او علم د الله تعالی پر لور د الوتنې دوه وزرونه دي؛ دا چې یو مدیر او عالم کولای شي د خلکو د چارو د سمبالښت ترڅنګ یو زړور مجاهد هم وي؛ او دا چې د عقیدې په لار کې مرګ پای نه، بلکې د تلپاتې ژوند پیل دی.
هیله ده چې د افغانستان ځوان نسل د داسې شخصیتونو له ژوند څخه په الهام اخیستو سره د عزت او غیرت لار روانه وساتي او پوه شي چې یوازې د ایثار او سرښندنې له لارې د خپلې خاورې، دین او ناموس دفاع کېدای شي. تر هغه چې په دې خاوره کې داسې نارینه روزل کېږي، افغانستان به هېڅکله سر ټیټ نه کړي او د «لا اله الا الله» بیرغ به یې تل رپاند وي.
الله جل جلاله دې د مولوي عبدالحمید نوراني شهادت قبول کړي، جنت الفردوس دې د هغه استوګنځای وګرځوي، کورنۍ او پاتې خپلوانو ته دې ستر صبر ور په برخه کړي او موږ دې د هغه د لارې له رښتینو لارویانو څخه وګرځوي!
آمین یا رب العالمین.