لیکوال: محبوبی
دویم فصل: افغانستان د اشغال په درشل کې
د پخواني شوروي اتحاد سقوط او وتل
ج. د پخواني شوروي اتحاد په وتلو کې د امریکا رول (دوام)
امریکا په ډېر دقت سره په افغانستان کې خپله ستره لوبه طرحه کړې وه. په واشنګټن کې ستراتېژی جوړونکو له هماغه پیله په افغانستان کې د یوې اوږدمهالې نیابتي جګړې د رامنځته کولو هڅه کوله. د کارټر د ملي امنیت سلاکار، زبیګنیو برژینسکي، په یوه مرکه کې اعتراف وکړ چې امریکا په قصدي ډول پخوانی شوروي اتحاد د افغانستان جګړې ته راکش کړ. هغه په ویاړ سره وویل: «موږ مجاهدینو ته وسلې ورکړې، څو روسان هم د خپل ویتنام تجربه وکړي.»
د پردې تر شا د امریکا سیاست تر ساده پوځي مرستو ډېر پېچلی و. د امریکا د دې لنډمهاله سیاست پایلې د افغانستان لپاره فاجعهبارې وې. کله چې پخوانی شوروي اتحاد له افغانستان څخه شاتګ وکړ، امریکا په چټکۍ سره افغانستان یوازې پرېښود. هغه وسلې چې یوه ورځ د شوروي اتحاد پر وړاندې د مبارزې لپاره ورکړل شوې وې، اوس په کورنیو جګړو کې کارول کېدې.
د پرون ورځې مجاهدین د واک او شتمنۍ پر سر له یو بل سره په جګړه شول او په بېلابېلو ګوندونو او تنظیمونو ووېشل شول. په همدې توګه، کورنۍ جګړې تر بل هر وخت ډېر زور واخیست. بیل کلینټن هم اعتراف وکړ: «زموږ تر ټولو ستره تېروتنه دا وه چې د روسانو له وتلو وروسته مو افغانستان خپل حال ته پرېښود.»
خو دا ناوخته اعتراف و. د افراطیت هغه تخمونه چې امریکا کرلي وو، اوس د کرکې پر یوې لویې ونې بدل شوي وو.